فرانسوا اوﻻند

حماد
سبا د 2012 ز کال د مې مياشتې په 6 مه نېټه، په فرانسه کې يو ځل بيا د نيکوﻻی سارکوزي د ښي اړخي او حاکم ګوند مشر او  فرانسوا  اوﻻند د سوسيالست ګوند لخوا نوماند تر منځ د جمهوري رياست د ټاکنو سيالۍ تر سره کيږي.

\"\"
که څه هم د ټاکنو د پايلې په هکله ﻻ وختي ده او دا څرګنده نه ده، چې د ((اليزه)) په ماڼۍ کې به څوک ميشت کيږي،  خو د دغو ټاکنو اهميت په دې کې دی، چې سوسيالستان وروسته له ډېرو کلونو د ټاکنو په يوه مهم پړاو کې دي او  د خلکو نظرپوښتنه دا ښيي، چې اوﻻند تر سارکوزي مخکې دی.
په وروستۍ تلويزيوني مناظره کې  که څه هم د شوو او ځان ځلولو له پلوه ځينو رسنيو سارکوزي پياوړی بللی، خو حاکم ګوند تل په داسې حاﻻتو کې د دفاع په موقف کې وي او له دې پلوه د نوي کانديد چانس بهتره وي  خو په لويديځ کې خلک يوازې ښه نطق ته اهميت نه ورکوي بلکې د نوماندانو پروګرامونو ته ګوري.
موږ ته ﻻ څرګنده نه ده، چې برياليتوب به د چا په نصيب شي خو د اوونۍ څېرې په توګه د فرانسوا اوﻻند د غوره کولو لپاره ځينې دﻻيل شته:

  • فرانسه يو پرمختللی او  پانګوال هېواد دی، د سوسيالستانو سره د خلکو سېمپتي يا همدردي  ﻻملونه به  څه وي.
  • فرانسه په افغانستان کې هم يو زيات شمېر پوځيان لري او د امريکايانو سره د اشغال په پروسه کې اوږه په اوږه روان دي، د دې هېواد پېښې پر افغانستان هم اغيز شيندلی شي.
  • نيکوﻻی سرکوزي په نړيوال سياست کې د امريکايانو او په اروپايي اتحاديه کې د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل سره ګډ سياستونه پلي کول. له افغانستان پرته، په ليبيا کې هم فرانسې پراخه مداخله وکړه او په جګړه کې عملا ورداخله شوه؛ د قذافي حکومت په نسکورلو کې يې پوره ونډه درلوده.
  • د سارکوزي د واکمنۍ په مهال، په فرانسه کې دننه د مسلمانانو پر ضد فشارونه  زيات شول اوځينې قوانين هم تصويب شول، خو په غبرګون کې يې د يهودانو پر ضد بريدونه هم ترسره شول، چې د فرانسوي سرتيرو تر څنګ په يوه ښوونځي کې څو تنه يهودان ووژل شول.
ښايي زموږ  قدرمن لوستونکي به نور دﻻيل هم ولري او موږ هم، خو راځئ په دې اړوند څو خبرې وکړو.
په دې کې شک نشته، چې فرانسه پرمختللی او کاپيټالسټي هېواد دی او اوږد تاريخ لري. په دغه هېواد کې هم انقلابونه شوي، چې نامتو يې په 1789ز کال کې و. د دې تر څنګ په افريقا کې فرانسې پخوا ډېرې مستعمرې درلودې.
 فرانسه اوس هم غواړي په نړيوال سياست کې پراخه ونډه ولري، چې دوه بېلګې يې مخکې وړاندې شوې. خو له دې ټولو سره سره، نړيوال کړکيچ او په اروپايي اتحاديه کې دننه اقتصادي ستونزو پر دغه هېواد ډېر اغيز شيندلی. دا تصادفي نه ده، چې په ايټاليا کې د مافيايي حکومت د ﻻسه خلک د کمونستانو د راتګ هيله کوي او اوس په فرانسه کې د سوسيالستانو دومره ځلېدل هم د دغو هېواد له ځينو ستونزو او د سارکوزي له  تيروتنو سره تړاو لري. له بله پلوه سوسيالستان تل د عامه خلکو ګټې په پام کې نيسي او ښي اړخې بيا د پانګوالو.
حتی په جرمني کې اوس د  SPDد سوسيال دموکراتانو ګوند د غريبو خلکو استازيتوب  په هغه توګه نشي کولی، چې پخوا يې کولو؛ له همدې امله د ((لينک )) په نوم د چپي ګوند راپنځيدل د يوې اړتيا له مخې بلل کيږي.
\"\"
د سارکوزي اتورېتې ته او د ده پر ضد د ځينو فرانسويانو کرکه ښايي ، د نړيوال وجهي صندوق د مشر شتراوس کان  مسالې سره هم تړاو لري؛ شتراوس کان  د فرانسې په ټاکنو کې د سارکوزي تر ټولو لوی سيال بلل کيده، خو پر نوموړي  په امريکا کې په يوه هوټل کې د جنسي تيري تور ولګيد، چې په پايله کې له دې ټاکنو ﻻس په سر شو. زياتره فرانسويان په دې اند وو، چې دا د سي ای اې لخوا يوه دسيسه وه، ځکه د سارکوزي مور يهوده ده او  سي ای اې د يهودو  د ﻻس اله ده.
د ټاکنو پايلې نه به حتمي ځان خبرو او  د فرانسوا  ژوندليک ته پاملرنه به هم بې ګټې نه وي :
 \"\"
فرانسوا اوﻻند
فرانسوا  ژېرارد ګيورګس اوﻻند، په فرانسوي ژبه   François Gérard Georges Hollande، د1954 ز کال د اګسټ مياشتې په 12مه نېټه زېږيدلی. اوﻻند فرانسوی چارواکی او سياست پوه له 1997ز کال نه تر 2008ز کال پورې د فرانسې د سوسيالست ګوند لومړی منشي و. نوموړی همدا راز  د ملي اسامبلې غړی هم و. او په سږ زېږديز کال کې د فرانسې د سوسيالست ګوند لخوا د کانديد په توګه وړاندې شو.
فرانسوا اوﻻند د ډاکټر په کورنۍ کې زېږيدلی او د پاريس د سياسي تحقيقاتو په انستيتوت کې د زده کړې تر څنګ يې د بزنس ښوونځي کې هم د حقوق او تجارت په برخه کې زده کړې تر سره کړي.
په 1976ز کې حکومت نه غوښتل، چې اوﻻند د عسکري خدمت ته ونيسي، ځکه نوموړي  د ليرې ليدلو ستونزه درلوده. اوﻻند په دې ټينګار کولو، چې پوځ کې يې ونيسي؛ نوموړي د خپل کارېرې او راتلونکې لپاره دغه چار ګټوره بلله.
اوﻻند د (( ادارې ښوونځي )) کې، له 1978ز تر 1980ز پورې په زده کړه بوخت و او په همدغه مهال په 1979ز کال د فرانسې سوسيالست ګوند ته شامل شو.نوموړی  تر دې وروسته په سياسي ډګر کې فعال و او همدا راز يې د ښاروال په شمول، په راز راز  دندو ګمارل شوی.
اوﻻند له لومړۍ مېرمنې څلور ماشومان لري خو څو کاله وړاندې سره بېل شول، دوهم ځل يې له يوې خبريالې سره واده وکړ، کيدی شي په دې ټاکنو کې يې ورسره پوره مرسته کړي وي. اوﻻند په ځوانۍ کې له فوټبال سره ډېره مينه درلوده او په دغه سپورټ کې به يې ډېره ونډه اخيسته.
 
 
اخځليکونه:
  • د روهي ويبپاڼې خبري برخه.
  • ويکيپېديا.
  • راز راز نور برېښناپاڼې.