د خوست چارواكي وايي چې تېر کال مو له شل زره جريبه ډېره دولتي ځمکه له غاصبينو را ګرځولې ده، د خوست والي عبدالجبار نعيمي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په ياد ولايت کې دوه اويازره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده چې اوس هم ډېره برخه د غاصبينوپه لاس كې ده.
والي دا هم وويل چې له تېركال تراوسه په خوست كې درې سوه يواتيالويې او کوچنۍ پرمختيايي پروژې هم پلې شوې دي.
د خوست په ولايت مقام كې د يوې خبري ناستې پرمهال د خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل چې اوس هم په خوست كې زرګونوجريبه دولتي ځمكې د غاصبينوپه لاس كې دي، دى وايي چې د يوكال په اوږدوكې يې څلرويشت زره جريبه دولتي ځمكه له غاصبينوخلاصه كړې او دالړۍ همداسې روانه ده دا ځكه ډيرى هغه ځمكې لاندې شوي چې له امله يې د اساسي پروژو د پلي كيدومخه نيول شوې، ده زياته كړه چې له تېركال تراوسه په خوست كې درې سوه يواتيالويې او کوچنۍ پرمختيايي پروژې هم پلې شوې چې پدې كې سربندونه، استنادي دېوالونه، ژورې څاګانې او د ملي پيوستون پروګرام يو شمېر پروژې پکې شاملې دي.
خود خوست ځيني اوسيدونكي وايي چې اوس هم د دولتي ځمكوغصب ښه په درز كې روان دى، دوى يې بېلګه د ښارختيځ پلوصحراباغ ته څېرمه كورنه په ګوته كوي چې پردولتي ځمكوپه پاخه اواساسي ډول د جوړيدوپه حال كې دي، دا كورنه په تېرو نظامونوكې يوځل نړول شوي هم دي، دوى پردولت غږ كوي چې د غصب شوو دولتي ځمکو خلاصولوته ادامه ورکړي، هغوى دا هم وايي چې په خوست کې د رغونې بهيرپڅ روان دى اوله چارواكو غواړي چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.