خوست: ځوانانو په يوه غونډه کې د شمال ټلوالې کړنې وغندلې

  ځينې سياسي کړۍ غواړي چې د بهرنيو په اشاره افغانستان تجزيه اوپه بېلابېلو برخو وويشي، دا او ورته نورې څرګندونې په خوست كې د هغې غونډې پرمهال وشوې چې د خوست ځوانانو لخوا جوړه ا وپه ولسي جرګه کې د خوست د خلکواستازي او لوړو زده کړو د کميسيون مشرکمال ناصر اصولي هم پكې ګډون كړى وو.  ويناوالو وويل چې په هيواد د ننه او بهرځينې سياسي کړۍ غواړي د فدرالي نظام په وسيله مافيا واک ته ورسوي اويوځل بياپه هيوادكې كورنيوجګړو ته زمينه برابره كړي.
 
هغه غونډه چې د خوست د ځوانانود يووالي خوځښت له خوا جوړه او پرګڼوځوانانوسره بېره يوشمېرقومي مشرانو، ديني عالمانو اوپه ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي او لوړو زده کړو، فرهنګي او ديني چاروکميسيون مشر کمال ناصر اصولي هم پكې ګډون كړي وو، غونډې ته د يادشوي خوځښت منشي نصيراحمد روښان وويل چې په اوسنيو شرايطو کې فدرالي نظام دې ته لاره هواري وي چې هيواد په څوبرخو وويشي، ده زياته كړه چې افغانان او په ځانګړي ډول خوستيان په برخود هيواد ويشلواو د ولسونو ترمنځ نفاق اچولو ته چمتو نه دي د هغه په خبره د سرپه بيه به له رياستي نظام ملاتړاود ملي يووالي لپاره قرباني وركوو اوله فدرالي نظام سره خپل مخالفت په ډاګه كوو.   کمال ناصر اصولي بياوويل چې ځينې سياسي کړۍ غواړي د فدرالي نظام په وسيله مافيا واک ته ورسوي او پرافغانانويو ځل بيا هغه خلک حاکم شي چې تل يې د دوی پروينو سودا کړې اوهغوى يې پروژلوسربېره بي کوره کړي او په يو، بل نوم يې په زندانونو کې اچولي دي، اصولي زياته چې په اوسني وخت کې دوی له رياستي نظام پرته بل نظام  نه غواړي.
د ياده ولوده چې دا انديښنې وروسته له هغې زياتې شوې چې د دې خبرو لپاره له امريکاراغلى د کانګرېس يو غړى له دوبی نه کابل ته پرېنښودل شو، د خوست اوسيدونكي انديښمن دي چې له فدرالي نظام سره به كورنۍ جګړې پيل شي اود هرولايت اوسيدونكي به پرخپلوپولو، پاټكونه واچوي اود نورو ولايتونوخلكوته به ستونزې جوړه وي.