خبرپاڼه : دکرزي او اوباما ترمنځ دپه اصطلاح استراتیژیک سند دلاسلیکولو په اړه داسلامي امارت غبرګون

  تیره شپه دولس بجې دبارک اوباما او دهغه د ګوډاګي حامد کرزي ترمنځ  په اصطلاح استراتیژیک سند لاس لیک کړای شو.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې دغه سند دیوه بی صلاحیته ګوډاګي لخوا په خپل اشغال ګربادارباندې دافغانستان دخرڅ لاوسند بولي دتقبیح په ترټولو بدو الفاظوسره هغه غندي  او په وړاندې خپل غبرګون په لاندې ټکیوکې اعلاموي :
۱ـ اسلامي امارت به دافغان خپلواک ولس دشرعي ممثل په حیث  په خپل ټول توان سره ددغه نامشروع سند دمندرجاتو په خلاف  له  افغانستان څخه دټولو یرغلګرو او دهغوئ دګوډاګیانو تربشپړشړلوپوري خپل وسله وال جهادته ادامه ورکوي.
۲ـ اسلامي امارت دکابل دګوډاګي رژیم مشر داشغالګرو امریکایانو یو بي صلاحیته مزدورګڼي ،دهغه هرډول پریکړې اوله خپلو بادرانوسره یې دافغانستان په اړه داشاني تړونونه دهیواد دځمکني تمامیت اوملي حاکمیت دخرڅولو په معنابولي .
۳ـ داچې افغانستان عملا دیرغلګروامریکایانو تراشغال لاندې دی او دافغانستان له خاورې امریکايي ولس ته داوباما رسمي وینا هم خپله ددغې ټکي ښکاره اثبات دی ،لهذا نو په دغې خاورې داشغالګرولخوامسلط شوي ګوډاګیان افغان مسلمان ملت ته هیڅ شرعي ،قانوني اوملي حیثیت نه لري او نه يي له خپلو بادارانوسره لاسلیک کړل شوي سندونه او معاهدې داعتباروړګڼل کیږي.
۴ـ اصلا د یرغلګرو امریکایانوپه اشغال سره دافغانستان ټول واک دهغوئ په لاس کې ده ،هغوئ له خپل اشغال نه لس کاله وروسته له خپلو ګوډاګیانوسره ددغه شاني سندونو په لاسلیکولو هغوئ ته په مشروعیت وروبښلوسره غواړي هم افغانان اوهم نړۍ په دې تیرباسي چې افغانستان دخپلواک نظام څښتن او مونږته همدانظام په افغانستان کې دپاتي کیدلواوله دوئ سره داستراتیژیکو مرستوبلنه راکوي .
۵ـ داشغالګرو امریکایانو او دهغوئ دګوډاګي رژیم ترمنځ د په اصطلاح استراتیژیک سند لاسلیکول د افغانستان او ټوله سیمې لپاره داوربلونې ،جګړې زیاتیدنې اوسخت امنیتي ،اوسیاسي بي ثباتي تریخ پیغام له ځانه سره لري،اودا هغه څه دي چې جګړه خوښوونکي امریکایان یې دخپلو استعماري اهدافو او مصالحو دترلاسه کولو په غرض دافغانستان او دهغه دګاونډ په ضد ترسره کول غواړي .
۶ـ داچې امریکایانو او دهغوئ ایتلافي انډیوالانوته  په افغانستان کې ددوئ لخوا پیل کړل شوې جګړې ملاماتوونکي بشري اواقتصادي تاوانونه واړول ،ددغه سند لاسلیکول به هغوئ ته دغه ځاني او مالي تاوانونه نورهم زیات اوهیڅ داسې څه به ترلاسه نکړای شي چې ددوئ دولسونودخوښۍ او ارامي لامل وګرځي .
۷ـ په افغانستان کې داشغالګرو شتون دافغانستان او ټولې سیمې دنا آرامي اساسي عامل دی ،ترهرنامه لاندې چې دلته دهغوئ اشغال  اوږدیږي ، په هماغه   اندازه ورسره افغانستان او ټوله  سیمه بي ثباته کیږي ،اوڅومره چې په عاجله توګه د دوئ اشغال په سیمه کې  ختمیږي  په هماغه اندازه  ورسره په سیمه کې دامنیتي ثبات امکانات  شوني کیږي.
۸ـ اسلامي امارت  او دافغانستان  او سیمي امنیت  دامریکایانو لخوا دتحمیلې جګړې اودهغه دعواملو په ختمولو کې بولي  ،دهمدې سبب لپاره داشغالګرو دشړلو او دخپل هیواد  له حریم څخه  ددفاع  په غرض  دټولو اشغالګرو په خلاف  دوسله وال جهاد په تداوم ټینګارکوي  ،ځکه یرغلګر امریکایان  دزورله منطق نه  پرته په استدلال  اوسالم تفاهم  هیڅ باورنه لري .
۹ــ دافغانستان مظلوم ولی ميړنی ولس به کله هم له هغو څوتنو پلورل شوو  غلامانو سره دهیواد خرڅونې په  دغه شوم پلان  کې  موافق نشي   چې دشخصي ګټو او خواهشاتو لپاره زموږ  په خاروه ،ناموس ،عزت او ابرو معاملې کوي ،بلکې ددې پرځای به دخپلو مجاهدينو وروڼو لاننګه او ملاتړ وکړي چې په پای کې به يې  دمکارې امريکا ټول شوم عزائم چې ددې ملت دايل کيدو او تسخيرلپاره يي دالس کاله لري له خاور سره خاورې کړې او لکه روسانو غوندې به  امريکايان هم له خپل هيواده په ټيټ سره وتلو ته اړ او له داخلي هيواد پلورونکو سره به مناسب حساب وکړي . ان شاءالله
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۱۱/۵/۱۴۳۳هـ۲/۵/۲۰۱۲م
هــش ۱۳/۲/۱۳۹۱