دالفاروق پسرلنیو عملیاتودپیلیدو په اړه داسلامي امارت درهبري شوری اعلامیه

 بسم الله الرحمن الرحیم
 


 
قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ ﴿14﴾ التوبة
ژباړه: تاسوله هغوئ (کافرانوسره ) وجنګیږئ،الله به ستاسو په لاسونوهغوئ ته سزاورکړي،رسوابه یې کړي ،دهغوئ برخلاف به ستاسې مرسته وکړي او دمؤمنانو زړونه به یخ کړي.
څه باندې لس کاله وشول چې افغانستان دبهرنیو یرغلګرو تروحشیانه یرغل لاندې او دهرې ورځې په تیریدوسره ډیرشمیر بیوزله افغانان دظالمو یرغلګرو له لوري په شهادت رسیږي ،زنداني کیږي شنه باغونه اوکورونه یې ورا نیږي، خو د دې ترڅنګ که هرڅومره دوحشي یرغلګرو دظلم او وحشت اندازه زیاتیږي په هماغه اندازه ورسره دغیرتي افغانانو په زړونوکې دجهاد او مقاومت جذبه هم لوړیږي او دهرکال په رانوي کیدوسره په اوچت رزمي مورال ،نویو حربی تکتیکونو اوقوي جهادي حوصلې سره د تیري کونکو په خلاف دجهاد مورچلونه نورهم تودوي په خالص الهي نیت اودخپل مظلوم ملت ددفاع اوخدمت په شانداره عزم دخپلوسرونو په قربانولوسره په هغوئ کفر لړزوونکي بریدونه کوي.
داچې دهرنوي کال پیل زمونږ دهیواد دجوي او موسمي شرائطو له مخې دنویو جهادي فعالیتونو دپیلیدو وخت، اواسلامي امارت تر نوي جهادي نوم لاندې د اشغالګرو ځواکونو په خلاف خپل پسرلني عملیات پیلوي ، سږکال هم غواړي دلوي الله په نصرت دیرغلګرو ځواکونو په خلاف خپل نوي پسرلني عملیات دالفاروق ترویاړمن جهادي نامه لاندې پیل کړي .
الفاروق چې داسلام ددوهم خلیفه حضرت عمررضی الله تعالی عنه ویاړمن لقب دی تفاولا دسږنیوعملیاتو لپاره ځکه غوره کړای شو چې که خدای وکړي دهغه په برکت مجاهدینو ته داسې فتوحات ور نصیب کړي لکه دحضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه په فاتحانه دوره کې چې دمسلمانانو په برخه شوي او دکفارو ډیرې سیمې دمسلمانانو ترواکمنۍ لاندې راغلې وې اودښمنان یې تیښتي ته اړکړي ؤ.
باید واضحه کړو چې دالفاروق عملیاتو لومړنی هدف به بهرني یرغلګر ،دهغوئ مشاورین ،دهغوئ قرادادیان او له یرغلګرو بهرنیانوسره دټولو اړونده نظامي ،استخباراتي اوکومکي اداروغړي وي .
همداراز دکرزي دمزدور رژیم لوړپوړي چارواکي،پارلماني اعضاء ، د دفاع ،امنیت اوکورنیوچارو وزارتونو پوځي منسوبین ، تش په  نامه  دصلح دعالی شوری اعضاء ،داربکیانوپه نوم ملیشي اوټول هغه کسان چې دمجاهدینوپه خلاف فعالیت کوي او په خپل چوپړسره نورهم دبهرنیانو اشغال ته په افغانستان کې زمینه برابروي اودیرغلګرودقوت سبب ګرزي دالفاروق عملیاتو نښه ګرځیدلی شي .
دالفاروق پسرلنیوعملیاتو دتنفیذ په مهال به له نویو اوازمویل شویو محاربوي تکتیکونوڅخه کار اخیستل کیږي اودپلي کیدو په مهال به یې دولسي وګړو دځان اومال خوندیتوب ته ترټولو اولویت ورکول کیږي اوله  عام ولس  نه هیله کیږي چي داشغالګرو او دهغوی داجیرانو قرارګاؤ،پوځي کاروانونواوله انفجارڅخه وروسته دپیښي ځای ته دي نږدي نه ورځي ځکه دښمن ته چي مرګ ژوبله واوړي نودانتقام په غرض عام وګړی  په نښه کوی اوپړه یې پرطالبانووراچوي .
الفاروق پسرلني جهادي عملیات به دنوي ۱۳۹۱ هجري لمریزکال دثوردمیاشتې په (۱۴)نېټه چې  د ۱۴۳۳هق کال دجمادی الثانی له( ۱۲) او ۲۰۱۲میلادي کال دمئ له (۳) تاریخ سره سمون خوري په ټول افغانستان کې په یوه ورځ پیل کیږ ي .
اسلامي امارت دالفاروق پسرلنیو عملیاتو له پيلدوسره سم یوځلې بیا دکرزي دګوډاګي رژیم په ټولو منسوبینو ،په اصطلاح ملي اردو ،ملي پولیسو او ټولو هغوکسانو چې دخپل هیواد داسلامي مصالحوپه خلاف دیرغلګرو ترڅنګ ولاړدي غږکوي چې دیرغلګرو له ملاتړنه لاس په سر اودهغوئ له لیکو راووځي ،ددغې خبرتیادنه منلو په صورت کې به مسؤلیت خپله سرغړونکو ته راجع وي ،ځکه مجاهدین دخپل شرعي مسؤلیت له مخې داحق لري چې دخپل دین او هیواد له حریم نه ددفاع په لاره کې دلته راغلي بهرني اشغالګر او دهغوئ ملاتړي ووژني ،ویې نیسي ، اودخپل نامشروع عمل په جزايي ورسوي اسلامی امارت له مخالف صف نه دمسئولینواوافرادودرا ایستلواوتماس په منظور دجلب وجذب په نامه یولوړرتبه کمیسیون ټاکلی ترڅوهغوئ ته دعوت ورکړي اوله مجاهدینو سره دیوځای کیدلوپه صورت کې زمینه ورته مساعده او لازمه رهنمایې یې وکړي.
همداراز اسلامي امارت دیرغلګرو امریکایانو په شمول ټولو بهرنیو اشغالګرو ته اعلاموي چې که تاسولاهم زموږدوطن اشغال ،دمقدساتو توهین اودبي وزلوهیوادوالو زورولوته دوام ورکوئ نومجاهدین به هم دحق او باطل ترمنځ دبیلتون راوستونکي اتل حضرت عمرالفاروق رضی الله عنه له تاریخي کارنامو څخه په الهام اخیستلو سره دالفاروق په پسرلنیو عملیاتو کې ستاسو دوژلو ،شړلواو له منځه وړلو په لاره کې خپل ټول امکانات اوپوځي مهارتونه په کار اچوي .
ان شاء الله چې دحق اوباطل په دې معرکه کې به بری او غلبه دمجاهدینو په نصیب ،اوماتي اورسوايي به ستاسو دمورال بایللو یرغلګرو ځواکونوپه برخه وي .
مونږ نور دلوي خداي په نصرت دهغه وخت درارسیدو شیبې شمارو چې هیواد مو ستاسوله شراو اشغال نه خلاص او افغانان داسلامي اخوت ،ملي وحدت اوسولې په فضاءکې دسپیڅلې شرعي نظام څښتنان شي او له فساده پاک حکومت ،بشپړامنیت،ښه تعلیم،ښه اقتصاداوهوساژوند ولري .
ان شاء الله تعالی وماذلک علی الله بعزیز
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت رهبري شوری
۱۴۳۳/۶/۱۱هق
۲۰۱۲/۵/۲م
۱۳۹۱/۲/۱۳ه ش