
د هلمند وﻻيت نه په يوه رارسيدلي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په هغه چاڼيزوعملياتو کې، چې په تيرو۲۴ ساعتونوكې د كجكي ولسوالى په زميندارسيمه كې د ملي اردوځواكونولخوا ترسره شوي په ترڅ كې يې لس تنه وسلوال وژل شوي اود دوى لس ميله وسلې هم د ملي اردوځواكونوترلاسه كړي دي.
په دې عملياتوكې د ملي اردوځواكونوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
همدا رازد پنجشنبې په شپه د ملي اردوكوماندوځواكونود موسى كلا ولسوالى لويديځ لورته د ترهگروپه يوه پټنځاى ځانگړي عمليات ترسره كړي چې په پايله كې يې پنځه تنه ترهگرله څلوريښت كيلوگرامه نيشه يي توكو،دوه ميله كلاشينكوف،زرفيره د كلاشينكوف مرميو،پنځوس كيلوگرامه چاوديدونكوتوكواوشل فيره توغنديوسره يوځاى نيول شوي دي.
په دې عملياتوكې ډزې نه دي شوې اوهيڅ چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
بل پلودوه ورځې وړاندې ددې ولايت په نادعلي ولسوالى كې د ملي امنيت د منسوبينولخوا د پلټنوپرمهال دوه ميله كلاشينكوف،يوميل تومانچه،زرفيره د كلاشينكوف مرمى،څلوركړى د پرسونل ضد ماينونه،څلوركړى د ټانگ ضد ماينونه،شپږدانې د ماينونوفيوزونه،شل متره چاوديدونكى مزى،سل كيلوگرامه امونيم نايتريت اوپنځوس كيلوگرامه د ټي ان ټي په نوم چاوديدونكي توكي نيولي دي.
همدا رنگه يادومنسوبينودوه تنه ترهگرهريونقيب الله د سنگين زوى په سنگين ولسوالى كې اوشاولي د محمد ولي زوى په گرمسيرولسوالى كې نيولي دي.
نقيب الله هغه كس دى چې په دې وروستيوكې د گرمسيرولسوالى د لكړى سيمې ځانمرگى بريد چې د پوليسوپه ماموريت ترسره شواوله امله يې څلورپوليس په شهادت ورسيدل پلان كړى و.
دغه دواړوكسانود موټربمونوپه جوړولوكې هم عملا لاس درلود.