د اديسې ادبي ټولنې د کره کتنې غونډې رېپوټ

    د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښارکی نن ( ۲۰۱۲-۵-۳) افغان ځوانو فرهنګیانو د ځوان شاعر امان الله پرتم په حجره کی دکرکتنی غونډه جوړه کړه ، او په دغه غونډه کی د ځوان شاعر فرید  شعر کرکتنی ته وړاندی شو ، همدارنګه ټولو ځوانو شاعرانو دی ده په شعر خپل نظرونه واورول ، او د ده د ښه او روان شعر لیکلو ستاینه یی وکړه .
د کرکتنی څخه وروسته ځوانوشاعرانو غونډه د شعرونو په لوستلو سره لا نوره رنګینه کړه  .  
د مشاعری په اخیر کی ځوانو شاعرانو د پرلپسی مشاعرو په بیا بیا جوړولو  تاکید وکړو او دا یی د ژبی او  خپل  پرمختګ وباله .
 
د ادیسی ادبی ټولنی مشرتابه شورا