تجربوي ليسې، عبدالوکيل لېسې ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه .

دننګرهار دپوهني رياست دبدني روزنې امر منير احمد وايي په جلال اباد ښار کې د دولس لوبډلو ترمنځ دکرکټ دغه څوارلس اوريزو سياليو په ترڅ کې دپنجشنبې په ورځ  تجربوي ليسې وکولاى شول چې عبدالوکيل لېسې ته په شپږو ويکټو ماتي ورکړي.
نوموړى زياتوي په دغه لوبه کې عبدالوکيل ليسې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي څوارلس اورونو کې يوسلو درويشت منډي ترسره کړي،چې په ځواب کې تجربوي لېسې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په وروستي اورکې دڅلورو لوبغاړو په سوزيدو سره پوره کړي او په دې سره عبدالوکيل ليسې ته په شپږو ويکټو سره ماتي ورکړي.
دپوهنې رياست دبدني روزنې امر په وينا په دغه لوبه کې دتجربوي ليسې لوبغاړي طارق چې دخپلې لوبډلې لپاره يې شپيته منډې کړې وې،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
ديادونې وړده ددغه سياليو په لومړۍ لوبه کې ننګرهار عالي ليسې وکولاى شول چې چکنورۍ لېسې ته په درې څلويښت منډو ماتي ورکړي