په ايران کې دافغان ديپلوماتانو تر وهلو ټکولو وروسته، په دې هکله په افغانستان کې د خلکو او حتی حکومتي کړيو په منځ کې جنجال پاروونکي بحثونه رامنځته شوي، چې ولې د ديپلوماتيکو او نړيوالو معيارونو خلاف، افغان ديپلوماتان د وهلو او ټکولو ﻻندې راځي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، چې په تهران کې افغان ديپلوماتان له دوی سره اړيکې نيولي او د ايران د حکومت له ناوړه چلند يې ورته شکايتونه کړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د مسالې د روښانتيا لپاره يې پلاوی ټاکلی او زياتوي، چې دوی په دې اند دي، چې سؤ تفاهم موجود دی. د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا خبري رسنيو ته ويلي: (( موږ د پلټنو لپاره پلاوی ټاکلی، خو د اندېښنې وړ څه نشته او د نوي مالوماتو د تر ﻻسه کولو په صورت کې به، سمدﻻسه له خلکو سره شريک شي.))
په ولسي جرګه کې يوه تن استازي مسلميار ويلي، چې زموږ ديپلوماتانو وهل کيږي او ښکنځلې ورته کيږي او دوی وايي، چې د سياسي پاسپوټونو د درلودلو سره سره له پنځلس ورځو راهيسې په ډېر حقارت کې ژوند کوي او ښکنځلې ورته کيږي.
د ايران حکومت لخوا د افغان ديپلوماتانو رټل نوې خبره نه ده خو دا لومړی ځل دی، چې تر وهلو ټکولو ﻻندې هم راځي.
د افغانستان او سيمې دسياسي چارو کارپوهان وايي، چې ايران په افغانستان کې ډېر نفوذ لري او داسې دفتر، مرکز او رسنۍ به په ندرت سره وموندل شي، چې د ايران معاش اخيستونکي په کې موجود نه وي؛ دغه کارپوهان وايي، چې همدغه چار په سفارتونو او ديپلوماتيکو مرکزونو کې هم روانه ده له همدې امله ايران ځانته حق ورکوي، چې څوک د دوی له ګټو نه بهر ګام کيږدي سزا هم ورکړي.