اتريش وايي چې په اوکراين کې به د فوټبال اروپايي جام تحريم کړي


د اتريش لومړي وزير (ورنر فايمن) رسما اعلان وکړ چې اتريش به په اوکراين کې د اروپايي ولسونو د فوټبال جام تحريم کړي او اتريش چمتو دی چې د دغو لوبو کوربه توب وکړي. د اتريش د بهرنيو چارو وزير هم وويل چې د اتريش هېڅ سياستوال به په دغو لوبو کې ګډون ونه کړي. پر اوکراين باندې تور دی چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او په وروستيو وختو کې يې پخوانۍ لومړۍ وزيره (يوليا تيموشېنکو) په غير قانوني توګه په بند کې ساتلې ده. په 2008 کال کې اتريش او سويس په ګډه د فوټبال د اروپايي جام کوربانه وو، او اوس اتريش وايي چې د يوې بلې دورې لپاره هم چمتووالی لري.