په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت خبر ورکوي، چې په تېرو دوو مياشتو کې د کوکنارو د پټيو په اړولو کې شاوخوا 70 تنه وژل شوي او يو زيات شمېر نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو کې 20 تنه يې پوليس او پاتې يې هغه بزګران دي چې کوکنار يې کرلي وو او د پټيو د اړولو پر وړاندې مقاومت کولو. له کوکنارو سره د مبارزې په کمپاين کې شاوخوا 7002 هکتاره ځمکه اړول شوې ده. د مرګ ژوبلې زياتره پېښې په کندهار، هلمند او نيمروز کې شوې دي.