خوست کې د يوه ښوونځي ودانۍ ته اور اچول شوی

 نامعلومووسله والو د خوست ولايت په يعقوبيواو صبريو ولسوالۍ کې د يوه منځينی ښوونځي ودانۍ ته اور اچولى اوسوځيدلې  ده ، ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه داپېښه د دوى د ولسوالۍ په ګل نام کلي کې شوي اوله امله يې څوخونې سوځويدلي دي.   تراوسه چا د دې پېښې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.
كه څه هم د تېرولسوكالنوپه لړكې د خوست ولايت په بېلابېلوسيموكې د ځينو ښوونځيو ودانۍ ياپه ماينونو الوځول شوي اوياهم په اور سوځول شوي دي خو له تېرو څوكلنوراپدې خوا د خوست په كومه سيمه كې د ښوونځي د الوځولواو ياهم سوځولوپېښه نه ده شوې، هغه مهال هم چا د دې پېښومسووليت پرغاړه نه وو اخيستى ځكه خو ډېرو خلكو فكركولو چې دا كاربه د ټيكه دارانو لخوا كيږي، اوس د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ كې داسې ښوونځي ته اوراچول شوى چې دا مهال پكې تر شپږ سوه پورې زده كوونكوزده كړې كولې، د سيمې ولسوال دولت خان قيومي وايي چې دغه پېښه تېره شپه په ګل نام کلي کې شوې اوله امله يې د ښوونځي اداره، کتابتون او ځينې نورې درسي خونې سوځيدلي دي، ده زياته كړه چې دغه ښوونځی نږدې دوه کاله وړاندې په ماينونو هم الوځول شوی وو، چې وروسته د سيمې خلکو بېرته ورغولو.
ولسوال که څه هم ومنله چې په دې سيمه کې شخصي ستونزې موجودې دي، خوزياتوي چې داپېښه د شخصي دښمنيوله امله نه ده شوې خو د دولت وسله وال مخالفين وايي چې دوى دا ډول كارونه نه كوي او داښوونځى هم دوى نه دى سوځولى.