چارواکي: په هلمند كې د ځانگړيوعملياتوپه ترڅ كې لس تنه وسله وال نيول شوي دي



د هلمند وﻻيت چارواکي وايي، چې په هغه ځانگړو عملياتو کې چې د دوشنبې په شپه د ملي اردو د كوماندوځواكونو لخوا په واشير او نهرسراج ولسواليوكې ترسره شوي دي په ترڅ كې يې څلورتنه وسله وال په نهرسراج اوشپږتنه نور په واشيرولسوالى كې نيول شوي دي.
د دوی په وينا دغه عمليات د ملي اردو لخوا په ډيره بريالى توگه ترسره شوي، پكې ډزې نه دي شوې اوهيڅ چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
ملي اردوپه دې عملياتوسره وښودله چې په دې ولايت كې د امنيتي مسؤليتونو دوه پړاوونه په بريالى توګه ترسره شوي اوكورني ځواكونه په دې ولايت كې ددې جوگه شوي دي چې د هلمند د ټولوسيموڅخه په ساتنه وكړي.