
د پکتیا په ولايت د یو ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه
د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالی د زندخیل لومړني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره د روان کال د غویی د میاشتي په ۱۲ مه نیټه د نوموړي ولايت د پوهنې رییس الحاج محراب الدین شفق لخوا په داسي حال کې چې د سیمې ولسوال، قومي مشران، ښوونکي او زده کوونکي هم حاضر وو کیښوودل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول د 5 جریبه ځمکي په ساحه کې چې د سیمې د خلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوي د ۶۰ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د مرکزی آسیا د ستاره عرفان موسسي په مالي مرسته د ۶ میاشتو په موده کې جوړیږی، چې ۴ درسي ټولګي، یوه اداری خونه، ۵ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه ، د زده کوونکو لپاره ۷۰ پایی میز او چوکي او نور ي آسانتیاوې به و لري.
د یاده ونې وړ ده چې په نوموړي ښوونځي کې اوس مهال ۱۵۱ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دی چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.
د پکتیا د پوهنې مدیرانو ته سیمينار پيل شو
د پکتیا ولايت د ولسوالیو د پوهنې مدیرانو ته نن د غویی په ۱۲ مه میتودیک دری ورځنۍ سیمينار د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست په تالاركې پيل شوو.
دغه سيمینار د پوهنې وزارت لخوا او د نوموړی ولایت د پوهنې رياست په همکاری جوړ شوي دي چې پكې ۱۴تنو ولسوالیو د پوهنې مدیران او ۴ تنه د پلان او ګزارش دهی د مدیریت کارکوونکو برخه اخیستي چې پکي به د موضوع په اړوند لاري چاری ور وښودل شي.
د یادونې وړ ده چې دي ته ورته سیمنیارونو پرانیستل به د ښوونکو او د پوهنې مسئوولينو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوی روزنې د اصولو له اړخه مثبتي اغیزي ولري.
د سمنګان په ولايت کې د دوو ښوونځیو ودانۍ پرانیستل شوي
د سنمګان ولایت د ایبک ښار د نسوان رباطک منځنۍ ښوونځي او د شورابک او رباطک لومړني ښوونځیو ودانۍ د روان کال د غویی د میاشتي په ۱۲ مه نیټه د نوموړي ولايت والی محترم خیر الله انوش او د پوهنې مسوولینو لخوا په داسي حال کې چې د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، قومي مشران، ښوونکي او زده کوونکي هم حاضر وو دپټي په پریکولو سره پرانستل شوي.
د نوموړو ښوونځيو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول د ۲۸۰زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د سویډن موسسی په مالي مرسته د ۶ میاشتو په موده کې جوړي شوي چې هره ودانۍ، ۷ درسي ټولګي، یوه اداری خونه، یوه تحویلخانه، د زده کوونکو لپاره ۲۱۰ پایی میز او چوکي، د احاطی دیوال، ۵ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه او نور ي آسانتیاوې به و لري.
د یاده ونې وړ ده چې د یاد شويو ښوونځیو زده کوونکي او س مهال په کرایی کورنو کې په زده کړه بوخت دي چې د نوموړو ودانیو په جوړولو سره د زده كوونكو ستونزي د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.