
د افغانستان اسلامي جمهوريت
د سيمه ايزو ارګانونو خپلواكه اداره
د هلمند ولايت مقام
مطبوعاتی دفتر
ګڼه: ۰۰۳۶ خبرپاڼه نيټه: ۱۹۱۳-۰۲-۱۳
دغه ماشوم چې گران نوميږي نهه كاله عمرلري ،د لښكرگاه ښاراوسيدونكى دى ،داچې كورنى يې ډيره بيوزله ده نوده به په بازاركې سپلني دودول اوله دې لارې څخه به يې كورنى ته پيسې برابرولې .
د نوموړي ماشوم په سينه كې د افغانستان نقشه په طبعي ډول له ورايه ښكاري اوڅوورځې وړاندې ياده موضوع په رسنيوكې را څرگنده شوه.

نوموړى ماشوم چې خپل نيكه يې هم ملتيا كوله د سه شنبې په ورځ ورسره د هلمند والي محمد گلاب منگل د خپل كارپه دفتركې وكتل.
د هلمند والي نوموړى ماشوم د ملي سودا گروټولنې په وروپيژانده چې د نوموړې ټولنې لخوا ورسره شاوخوا ۸۵ زره افغانى نغدي مرسته وكړه اوددې ترڅنگ يې د ده د كورنى ټول لگښتونه هم په غاړه واخيستل.
په دې ولايت كې د ملي سودا گروټولنې ژمنه وكړه چې هره مياشت به نوموړي ماشوم ته پنځه زره افغانى د تنخوا په توگه وركوي اوكورنى يې وهڅوله چې ماشوم له دې وروسته په ښوونځي كې زده كړې پيل كړي.
په همدې حال كې د هلمند والي محمد گلاب منگل د ياد ماشوم له كورنى سره د يوې نومرې ځمكې د وركړې ژمنه هم وكړه ترڅوكورنى يې چې دا مهال په لښكرگاه كې د اوسيدوځاى نه لري دا ستونزه حل اوښه راتلونكې په وړاندې ولري.
د هلمند والي ددې ماشوم په سينه كې د افغانستان د نقشې ښكاريدل د هيواد لپاره نيك شگونه وباله ازياته يې كړه چې په هيواد كې به د تلپاتې سولې ټينگښت له همدې ولايت څخه پيليږي.