ننګرهار دپوهني رياست دبدني روزنې امر منير احمد وايي دغه سيالۍ چې دجلال اباد ښار د دولس مرکزي ليسو ترمنځ دجلال اباد ښار په سراج العمارت لوبغالې کې پرلاره اچول شوي شاوخوا دولس ورځې به دوام وکړي .
نوموړى زياتوي دغه څوارلس اورېزې سيالۍ دختيځ زون کرکټ بورډ او ننګرهار بدني روزنې په همکارۍ دچهارشنبې په ورځ پيل کړې .
داحمد په وينا په پسرلنۍ سياليو کې ننګرهار،عبدالوکيل،تجربوي،مياعمر،چکنورۍ، شهيدمحمدعارف،استقلال،عبدالرحيم نيازى،نجم الجهاد، نصرت او مجبوراباد عالي ليسې برخه لري او هره ورځ يوه،يوه سيالي ترسره کيږي .
دپوهنې رياست دبدني روزنې امر وايي ددغه لېسو ترمنځ دسياليو جوړولو موخه په ننګرهار ولايت کې دلېسو لپاره منتخبه لوبډله ټاکل دي .
هغه زياتوي ددغه سياليو په لومړۍ لوبه کې ننګرهار عالي ليسې وکولاى شول چې چکنورۍ لېسې ته په درې څلويښت منډو ماتي ورکړي .
په دغه لوبه کې ننګرهار عالي ليسې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي څوارلس اورونو کې يوسلو څلرويشت منډي ترسره کړي،چې په ځواب کې چکنورۍ ليسې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټول لوبغاړي په نهه اويا منډو باندې وسوزيدل او په دې سره يې له ننګرهار عالي ليسې څخه په درې څلويښت منډو ماتې ومنله .
ددغه سياليو په يوه بله لوبه کې به عبدالوکيل دچکنورۍ ليسې سره دلوبې ډګر ته ووځي.