د چاودنو په اړه نور مالومات

نن سهار څه باندې شپږ بجې يو شمېر ځانمرګو د کابل په قابل بای سيمه کې د بهرنيو پوځيانو پر يوه مرکز بريد وکړ. لومړی دريو تنو د مرکز پر دروازه بريد وکړ او چاودنې يې وکړې او ورپسې نور بريد ګر مرکز ته ننوتل او د سپکو وسلو او لاسي بمونو بريدونه يې ترسره کړل. د لومړنيو رپوټونو له مخې د پنځو ملکي کسانو په ګډون يوشمېر کسان وژل شوي او 16 تنه هم ټپيان شوي دي. د کابل د امنيې قومندان بصير سالنګي وايي، چې يوسرتېری او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخېستی او وايي چې دا بريد يې له امريکې سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو په غبرګون کې ترسره کړی دی.