په بګرام کې د باراک اوباما د وينا مهم ټکي

د امريکې ولسمشر باراک اوباما د ارګ په ماڼۍ کې د ستراتيژيک تړون تر لاسليک کولو وروسته په بګرام کې د امريکايي پوځيانو اډې ته لاړ او هلته يې وينا وکړه، چې مهم ټکي يې په دې توګه دي:
د امريکې شاوخوا نيم ميليون ځوانانو او پېغلو د دې لپاره قرباني ورکړه چې د امريکې امنيت خوندي کړي، ما بېګا شپه له افغانستان سره د اوږدې مودې د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ او په دې توګه له افغانستان سره زموږ د اړيکو نوی پړاو پيلېږي. د تړون له لاسليک کېدو سره به د افغانستان امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، خو موږ به د دغو ځواکونو ملاتړ او روزنه کوو. دا چې ولې زموږ ځواکونه افغانستان ته راغلل، لامل يې دا و چې اسامه بن لادن او القاعدې دلته خوندي ځاله جوړه کړې وه. بن لادن دلته نوي افراد استخدام کړل او بيا يې پر امريکې د بريد طرحه جوړه کړه چې له امله يې درې زره امريکايي ښځې، سړي او ماشومان ووژل شول. زموږ ځواکونه د دې لپاره راغلل چې نور القاعده ونه شي کولاي له دی ځايه بريدونه وکړي او امريکا ځکه اوس خوندي ده، چې تاسو دلته يئ. په 2002 کال کې بن لادن د افغانستان له پولې واوښت او اته کاله يې د امريکې پر ضد جګړه تنظيم کړه، په تېرو دريو کلو کې پاڼه واوښته، د طالبانو تحرکيت له منځه لاړ، القاعده وځپل شوه او شل تنه پياوړي مشران يې ووژل شو او تېر کال په همدې ورځ اسامه بن لادن هم ووژل شو. خو جګړه لاهم پايته نه ده رسېدلې، لاهم سختې ورځې په مخکې دي او لاهم قربانيو ته اړتيا ده. دا چې څنګه به جګړه پايته رسېږي او زموږ سرتېري به بېرته کورته راځي، داسې ده چې موږ د امنيتي مسوليتونو انتقال افغان ځواکونو ته پيل کړی دی، همدا اوس د افغانستان نيمايي خلک د افغان ځواکونو د مسووليت په سيمه کې اوسېږي، د شيکاګو په کنفرانس کې به پرېکړه وشي چې په يوه کال کې ټول امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو موږ به د هغو ملاتړ او روزنې ته دوام کوو، زموږ سرتېري به بېرته خپلو کورونو ته راستنېږي. تېرکال لس زره سرتېري راستانه شول او د روان کال تر پايه به 20 زره نور هم راستنېږي. افغان ځواکونه به نور هم پياوړي کېږي ، د دوی شمېر 352 زرو ته رسېږي او دا شمېر به درې کاله هم داسې ساتل کېږي، وروسته به بيا په تدريج سره کمېږي، موږ د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک کړو، دغه تړون د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې دوی به يوازې نه پرېږدو، موږ به تر 2014 کال وروسته هم دلته پوځي اډې ولرو ، خو دا اډې به دايمي نه وي او نه به هم زموږ سرتېري نور د افغانستان په غرونو او دښتو کې ګزمې او جګړې کوي، بلکې دا کار به افغان ځواکونه کوي او موږ به له اړتيا سره سم د دوی ملاتړ کوو. موږ به له طالبانو سره د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو کوو او له هغو طالبانو سره به سوله کوو چې سولې ته لېوالتيا لري. د شيکاګو په کنفرانس کې به په سويلي اسيا کې د سولې او ثبات په اړه يوه سراسري اجماع رامنځته شي، موږ پاکستان ته ويلي چې کولای شي په دغه بهير کې يو برابر شريک وي او بايد هم وي. موږ له افغانستان څخه د امريکې په څېر هېواد نه جوړوو او نه هم غواړو چې ټول طالبان له منځه يوسو او نه هم دا کار شونی دی، زموږ موخه د القاعدې له منځه وړل او له افغانانو سره مرسته ده. که چېرې زموږ ځواکونه سمدستي ووځي نو القاعده به بېرته راستنه شي او زموږ لاسته راوړنې به عبث شي. اوس د دی وخت راغلی چې يوه نوې امريکا رامنځته کړو، داسې امريکا چې نور زموږ ماشومان له وېرې پرته ژوند وکړي. کومه جګړه چې په افغانستان کې پيل شوې همدلته به پايته به ورسېږي.