په کابل کې د پرله پسې چاودنو غږ واورېدل شو

شېبه وړاندې په کابل کې د دريو پرله پسې چاودنو غږ واورېدل شو. تر چاودنو وروسته د امريکې سفارت د خبرداري الارم وغږولو او پوليسو د وزير اکبر خان په سيمه کې په لاوډسپيکر کې خبرداری ورکولو. تر اوسه د چاودنو په اړه دقيق مالومات نشته. چاودنې پر داسې مهال کېږي، چې د امريکې ولسمشر باراک اوباما څو ساعته وړاندې د ستراتيژيک تړون تر لاسليک کولو وروسته له افغانستان څخه ووتلو.