بېګا شپه د ارګ په ماڼۍ کې د افغانستان او امريکې د ولسمشرانو تر منځ د اوږدې مودې ستراتيژيک تړون لاسليک شو. باراک اوباما چې پرون دماښام په تياره کې افغانستان ته په نا اعلان شوي سفر راورسېد، مخامخ د ارګ ماڼۍ ته لاړ او هلته يې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ. دواړو ولسسمشرانو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې برخه واخېسته او د تړون په اړه يې خبرې وکړې. ولسمشر کرزي د سيمې هېوادونو او په ځانګړي توګه ګاونډيانو ته ډاډ ورکړ، چې ستراتيژيک تړون د هېچا لپاره ګواښ نه دی. د دغه تړون له مخې به امريکا په افغانستان کې پوځي اډې جوړوي او تر 2014 کال وروسته تر لسو کلو پورې به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.