د امريکې ولسمشر بارک اوباما پرون ماښام په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او د ارګ په ماڼۍ کې يې له ولسمشر کرزي سره وکتل. دواړو ولسمشرانو په ارګ کې د افغانستان او امريکې تر منځ ستراتيژيک تړون لاسليک کړ او بيا يې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې برخه واخېسته. وروسته باراک اوباما په بګرام کې د امريکايي پوځيانو اډې ته لاړ او هلته يې امريکايي سرتېرو ته د 15 دقيقې وينا وکړه. اوباما په داسې ورځ افغانستان ته راغی چې د اسامه بن لادن د وژنې يو کال پوره شو. نوموړی د سهار تر رڼا مخکې له افغانستان ووت.