کويټه کې چاودنې 18 تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې د يوې بمي چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او څوارلس تنه ټپيان شوي دي. د سيمه ييزو رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ پېښه نن سهار د سرياب په سيمه کې، په يوه ګاډي کې په داسې وخت کې شوې، چې دامنيتي ځواکونو يو کاروان له سيمې د تيريدو په حال کې و.د پوليسو  رېپوټونو وايي، چې په دغه پېښه کې د پولې ساتو ځواکونو (اف سي) يو موټر  هم زيانمن شوی خو په کې ناست کسان روغ وتلي. تر اوسه د پېښه پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو د بلوچانو لخوا د پاکستان حکومت پر ضد مبارزه ورځ تر پلې پياوړي کيږي.