د ماشومانو د وژنې له امله ﻻريون وشو

 \"\"
نن په زابل وﻻيت کې په زرګونو خلک د احتجاج په توګه ﻻريون وکړ؛ ﻻريون کوونکو د کابل _ کندهار لويه ﻻره وتړله او بهرينانو پر ضد يې شعارونه ورکول.
تيره ورځ د زابل وﻻيت د شاه جوی په ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې څلور تنه ماشومان ووژل شول. د رېپوټونو له مخې، د پوليسو په ملتيا د ايساف ځواکونو  په سيمه کې د قومي مشرانو سره د خبرو لپاره تللي وو، چې له طالبانو سره په نښته کې ښکېل شول.