
د کابل د عوایدو آمریت د سوداګرو، شرکتونو او صنفي اتحادیو له استازو له پاره د کابل په عوایدو کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې د ۱۳۹۱ کال د غوایي په ۱۱مه د مالیې په وزارت کې یو سمینار دایر کړ. په دې سمینار کې د عوایدو او ګمرکو معین ښاغلي سید مبین شاه، د عوایدو عمومي ریاست کارکوونکو، د سوداګرو، شرکتونو او صنفي اتحادیو ځینو استازو ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو معین د ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې ددې ناسته هدف د حکومت او د سوداګرو ترمنځ د باور رامنځ ته کول دي چې د دواړو خواوو په منځ یو همغږي پیدا شي او بد ګمانونه له منځه لاړ شي. ده د هېواد د اقتصادي او مالي چارو او د مالیو د ورکړې د ګټو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او سوداګر یې وهڅول چې د خپلو ګټو څخه مالیه ورکړي ترڅو خپله دیني او ملي وجیبه ترسره کړي. ده د افغانستان د عوایدو زیاتوالي ته اشاره وکړه چې ۱۰۰ میلیارده افغانیو ته رسیدلي دي او دا یې د مالیې وزارت په ادارو کې د فساد کموالي او د ظرفیت لوړوالي نخښه او په ضمن کې یې د مالیې وزارت یوه لویه لاسته راوړنه هم وبلله.
Kabul Small Tax Office launches Seminar with National Traders, Companies and Trade Unions Representatives
National traders, companies and Trade Unions representatives participated in a seminar that took place by Kabul Small Tax Office on 30th March 2012 in the Ministry of Finance. Mr. Said Mubin Shah deputy of Customs and revenues of MoF, revenues related officers and the representatives of traders and companies participated in the Seminar.
Mr. Said Mubin Shah thanked the participants and said: the aim of the seminar is to establish better relations and coordination between ministry of finance and tax payers and to remove suspicious and misunderstandings. He talked on economical and financial issues of Afghanistan and asked the taxpayers to pay their taxes with honesty and truthfulness without any embezzlement and bribery. He pointed to the increasing of revenues up to 100 billion afg and remarked a great achievement for the ministry of finance.
The representatives of companies and traders thanked the ministry of finance authority for setting up such kind of seminars to approach their problems and suggestions. They talked about their problems regarding mobile monitoring team, tariff, commisi and balance.
Mr. Najebullah Ahmadzai promised them to deliver their troubles and suggestions to relevant authority
سید مبین شاه د ملي سوداګرو او شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد د خلکو حق ورکړي او په ريښتیا سره پرته له رشوت او اختلاس څخه خپله مالیه ورکړي ترڅو افغانستان د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ودریږي او بهرنیو مرستو ته مو اړتیا پاتې نه شي.
د سوداګرو، شرکتونو او اصنافو استازو ددې سمینار د جوړیدو له امله مننه وکړه او دا ډول سمینارونه یې د خپلو ستونزو د حل له پاره ډیر مهم وببل. دوی په خپل وار سره خپلې ستونزې او مشکلات بیان کړل او د سیار مراقبت، تعارفې، کمیشن کارانو او بلانس په اړه یې خپلې اندیښنې بیان کړې. د کابل ولایت د عوایدو آمر ښاغلي نجیب الله احمدزي له خوا دوی ته ډاډ ورکړل شو چې د دوی پر ستونزو به غور کوي او اړونده چارواکو ته به یې رسوي. احمدزي د شرکتونو، د خدماتو د وړاندې کولو، بررسۍ او د وزارت او وزیرانو شورا د پرېکړو د پلې کولو په برخو کې د ځینو اصلاحاتو د راوستو یادونه وکړه او د کمیشن کارانو، اظهار لیک او نورو مالیه ورکوونکو موضوع یې تر کار لاندې وبلله چې ډیر ژر به یې پایله معلومه شي.