
دا چې داسلامی امارت دځينو افرادو او مسئولينو په اړه دا څو ورځې کيږې بعضې مغرضې رسنۍ له حقيقته لرې او کاذبانه شایعات خپروې ، اسلامی امارت داسې پروپاګند په کلکو ټکو ردوې او ديرغلګر دښمن او ورسره ملو پلورل شوو جهتونو پوچ تبليغات يې بولي ، مولوی محمداسماعيل په اړه داسې آوازې او افواهات خپرول چې هغه له پنځه ويشتو کسانو سره په کوم ګاونډې هيوادکې وژل شوي دا له حقيقته لرې او محض دروغ دې مولوي محمد اسماعیل ژوندی او له ښه صحت څخه بر خمن دی .
داسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
--