زابل: د بهرنيانو او طالبانو تر منځ نښته کې ماشومان وژل شوي

 
د زابل وﻻيت مطبوعاتي دفتر د شاه جوی په ولسوالۍ کې د طالبانو او بهرنيانو تر منځ په نښته کې د مرګ ژوبلې  خبر ورکړی دی.
په خبر کې ويل شوي، چې څلور تنه ماشومان هغه مهال ووژل شول، چې سيمې ته بهرني ځواکونو د پوليسو په ملتيا د قومي مشرانو او سپين ږيرو سره د ليدنې لپاره راغلي وو، چې د طالبانو لخوا ورباندې بريد وشو. په دغه بريد کې د دريو تنو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی.