طالبانو د خپلو ځينو غړو د اعدام خبر ناسم بللی دی

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لخوا په يوه خبرپاڼه کې، هغه خبر ناسم بلل شوی، چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر او ای اس ای  لخوا 25 تنه هغه طالبان اعدام شوي، چې غوښتل يې له افغان حکومت او سولې پروسې سره يوځای شي.
د ملي امنيت رياست  يوه تن کارکوونکي، تيره ورځ په افغانستان کې  رسنيو ته ويلي وو، چې ملامحمدعمر د ای اس ای په حکم سره دغه کسان اعدام کړي. دغه چارواکي دا هم ويلي و، چې ټول اعدام شوي کسان د کويټې شورا اړوند طالبان وو.
دا خبرونو په داسې مهال خپريږي، چې په پاکستان کې تازه درې اړخيزه غونډه وشوه او د طالبانو سره د سولې په هکله د خبرو اترو موضوع  ﻻ توده ده.
د پام وړ يو ټکی هم دا دی، چې افغان حکومت کې زياتې جنګي ډلې ونډه لري او ولسمشر يې  تر خپل کنټرول ﻻندې نشي راوستی؛ له همدې امله د دغه حکومت په څرګندونو کې هم ضد نقيض ټکي زيات موندل کيږي.