په تڼيوولسوالۍ کې د٨٦٧٥٠٠امريکايي ډالروپه ارزښت دڅلورو پروژو کارپيل شو

د دوشنبې په ورځ دوري دمياشتې په ١١نېټه دخوست ولايت اړونده تڼيو ولسوالۍ  کې دمرکزي اسيادپرمختيايي ادارې په مالي لګښت د٨٦٧٥٠٠امريکايي ډالرو په ارزښت دڅلورو پروژو،دريو استنادي ديوالونو اويوه کانال داساسي جوړيدو چارې پيل شوې ،په هغه مراسمو کې چې دپروژو دکاردپيل کيدوپه موخه جوړشوي وو،دخوست ولايت مقام استازي بريالي روان ،دټنيو ولسوال سيداحمدخان وفا ،داوبو دتنظيم رئيس انجنيرنسيم کريمي،دمرکزي اسيادپرمختيايي ادارې مسوولينو ،قومي مشرانو،ديني علماء کراموا اوديادې ولسوالۍ په لسګونو اوسيدونکو ګډون کړى وو.
دمراسمو په پيل کې دمرکزي اسيا پرمختيايي ادارې نماينده دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې ديوشميرهغه سيفونونو،سربندونو،استنادي ديوالونو،ويالو او ورته نورو روانو پروژو دپلي کيدوپه اړه خلکو ته معلومات ورکړل ،ده وويل چې اوس مهال مونږ ددغه ولايت په باک،صبريو،عليشيرو،ځاځي ميدان،لکڼو،شمل ،متون ،مندوزيو،نادرشاه کوټ او تڼيو ولسواليو اوسيمو کې دبيارغونې يوشمير روانې مهمې پروژې لرو ،چې په زرګونو کسان په کې کار کوي ،چې ترډيره بريده يې دسيمې داوسيدونکو ستونزې هوارې کړې ده،

\"\"