اجمل تورمان او ښاري ښایستونه

محمد واصل وصال
شعر د ښکلو الفاظو او ترکیبونو په جامه کې د شاعر د زړه اواز دی چې لوړ تخیل،نوی فکر او نوښت یې رغوونکي توکي او زیورات دي.خو ښه شاعر بیا هغه دی چې پخپلې شاعرۍ کې د خپل عصر او دور نمایندګي په داسې ډول وکړي چې راتلونکي نسلونه یې د شعر او اثر په لوستلو وپوهیږي چې دغه اثر او شعر د کومې دورې او زمانې پورې اړه لري.
« زه د ښار هغه شاعر یم» د نوښت ګر او د ځوان نسل ترجمان شاعر ښاغلي اجمل تورمان شعري ټولګه ده چې په دې وروستیو کې په ښه کاغذ او صحافت له چاپه را وتلې او د ګڼ شمېر مینه والو تر ګوتو رسیدلې ده.
دکتاب ډالۍ تورمان صیب په دې الفاظوکې کړې اولیکلي دي:
«زما د ښار او ښاري ژوند هغو ښایستونو او ښګیڼو ته چې په خپل ځای ښکلي خو له شاعرانه نظرونو پټ پاتې دي.»
«زه د ښار هغه شاعر یم» شعري ټولګه چې د یو شمېر نورو شاعرانو برعکس تر ډيره یې د ښار،ښاري ښایستونو او ښیګینو انځورونه پکې وړاندې شوي زما په اند په معاصرې شاعرۍ کې هغه لومړنۍ هڅه ده چې شاید تر دې وړاندې هم ګڼو شاعرانو ورته یو نیم شعر لیکلی وي او د ښاري ښایستونو او اوسنۍ زمانې خبرې یې پکې رواړې وي خو دا چې د یوې ټولګې په بڼه دې ګڼ شعرونه د ښاري ژوند او ښکلاو په رنګ رنګیدلې وي په پښتو ادب کې به دا لومړنۍ ټولګه اوهڅه وي.
د ښاغلي تورمان شاعري د ګڼو داسې ښګیڼو څخه برخمنه ده چې شاید د ډيرو نورو شاعرانو په شعرونو کې یې ونه مومو.
لومړی دا چې د هغه شاعري خپل رنګ او خوند لري او له نورو اغېزمن نه ښکاري یعني هرڅه چې ویني او پخپل ژوند کې یې تجربه کوي هم هغو خبرو ته د شعر جامې په غاړه کوي او د خپل شعر ناوې داسې ښایسته کوي چې بیا د هرچا سترګې ورته اوړي.
هغه وايي:
ما خو بلا لویه اشتباه وکړه
تاته چې نیږدې شومه همدومر بس
ژوند مې درته برخه برخه وویشو
څومره بس اوڅومره بس او څومره بس
که چیرې د ښاغلي تورمان د شاعرۍ په روانه چینه د یوې لپې اوبو لپاره ودریږو نو دا درته په پوره ډاډ سره ویلی شم ددې چینې اوبه به په تاسې داسې اغېزه وکړي چې د هرغړپ سره به مو تنده وار په وار زیاتیږي او ددې چینې د اوبو په خوند به ماړه نشی او دا په دې چې ددې شاعر د هر شعر ځانته خوند او رنګ دی.
لکه دا شعر:
ستا تصویر هم په اوبو کې
زما تصویر هم په اوبو کې
زه یواځې درته ګورم
ته مې اخلې په لاسو کې
شین منګی دې ځوانیمرګ شه
زنداني کړمه ولې
د ښاغلي تورمان د شاعرۍ بله ښګیڼه چې د موډرنې زمانې د غوښتنو سره یې زه بیخي برابر ګڼم هغه په ډیرو لنډو کرښو اوترکیبونو کې د یو لوی مفهوم بیانول اوځایول دي.
ته مسلمان خو دودونه د هندوانو کوې
ډکه مجمه دې د ګلونو په لاس
راته نظر ماتوې
بیا مې تندی رنګوې
د تورمان صیب په دې شعري ټولګه کې هغه څه چې ډيرمحسوس او تر سترګو کیږي او ښاري ژوند ورسره تقریبا تړلی دی، هغه دفتر،کمپیوټر،لپټاپ، مسیج ،مبایل ،مسینجر، ټیلیفون،تلویزون او داسې نورې کلیمې دي چې په ډيرو شعرونو کې رواړل شوي.
لکه په دې لاندې شعرونو کې:
د انګریزۍ په تورو ښه پوهېږم
خو په پښتو کې مسیجونه اخلم
نه موبایل دې په بلا ولګي
زه په کاتو کې مسیجونه اخلم
 
 
اویا دا بل شعریې:
اوس خو په کمنټ کې هم ښکاریږې نه
دومره اشاره کوې چې ښه لیکې
د همدې شعر یو بل بند کې بیا داسې راغلي:
وایه په لپ ټاپ کې راته څه لرې
تانده شاعري دې هلته څنګه ده
ماته د پوهنتون خبرې مه کوه
دا چې حاضري دې هلته څنګه ده
په هرصورت د تورمان صیب د شعر او شاعرۍ په اړه ډیرې نورې خبرې هم کیدلی شي خو هغه یوه لنډۍ ده چې وايي:
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولمه
تورمان صیب ته ددې ټولګې مبارکي په شاعرانه مینه وایم او د لا بریاوو غوښتونکی یې یم او دا هم د زندګي تر عنوان لاندې د ښاغلی تورمان یو شعر:
 
زنده ګي
که ارزانه زندګي ده
خو ناځوانه زندګي ده
ځان تر ځانه زندګي ده
بد ګومانه زندګي ده
بې جانانه زندګي ده
تربارانه زندګي ده
دا څه ورانه زندګي ده
نورنوګرانه زندګي ده
زندګي ده زندګي ده
خیرتورمانه زندګي ده
په مینه  
۱۱/۲/۱۳۹۱
کابل