پرون امريکايي ډردون الوتکو د شمالي وزيرستان په مرکز (ميرانشاه) کې د نجونو پر يوې دولتې لېسې د توغنديو بريد وکړ، چې له امله يې درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول. تر اوسه د وژل شويو او ټپيانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي. دا په روان کال کې د امريکايي ډرون (بې پيلوټه) الوتکو يولسم بريد دی، چې په پاکستان کې يې ترسره کوي او له امله يې 83 تنه وژل شوي دي.