پاکستاني پوليسو د (خليل ديل) په نامه د سره صليب د يوه برتانوي ډاکتر مړی، چې ټوټې ټوټې و، په يوه کڅوړه کې ومونده. دغه ډاکتر د روان کال په جنوري کې تښتول شوی و. پوليس وايي، چې د نوموړی دخوشې کولو لپاره د 20 ميليون ډالرو غوښتنه شوې وه، چې د سره صليب سازمان يې له ورکړی نټه کړی وه. پاکستاني طالبانو د ډاکتر د وژلو مسووليت پر غاړه اخېستی دی. د برتانيې د بهرنيو چارو وزير (ويليم هېګ) او د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشر (ايوس داکورد) په جلا جلا اعلاميو کې د (خليل دېل) وژنه په کلکه غندلې او دا يې د ځناورتوب کار بللی دی.