د هند په لوېديځ بنګال او اندراپرادېش ايالتونو کې د تالنده برېښنا له امله 16 تنه مړه شوي او 24 تنه نور ټپيان شوي دي. پوليس وايي، چې د لوېديځ بنګال په (سانتوشچک) کلي کې نهه تنه ، چې دوې يې مېرمنې وې، د باران له امله تر ونې لاندې پټ ووچې د تندر د غورځېدو له امله مړه شول او په همدې ځای کې 16 تنه نور هم ټپيان شول. د اندراپرادېش په ايالت کې بيا 17 تنه په بېلا بېلو سيمو کې د تالنده برېښنا له امله مړه شول. د اندراپرادېش په بېلا بېلو سيمو کې له پرون ورځې راهيسې سخت بارانونه ورېږي.