د اتريش پوليس خبر ورکوي، چې د ليبيا د تېلو د پخواني وزير(شکري غانم) مړی يې د (دانيوب) په سيند کې موندلی دی. پوليس وايي، چې د ده پر وجود د تاو تريخوالي نښې نه ښکاري، خو دا امکان لري چې نوموړی لومړی وژل شوی وي او وروسته سيند ته غورځول شوی وي. د شکري غانم کورنۍ خبر ورکړی و، چې نوموړی د زړه د سکتې له امله په کور کې مړ شوی ، خو وروسته پوليسو ته چا خبر ورکړ چې د سيند اوبو يو مړی را اخېستی دی.
شکري غانم د معمر القذافي د واکمنۍ پر مهال د تېلو وزير و، خو په وروستيو وختو کې دی هم له اعتراض کوونکو سره يوځای شو.