له بېګا شپې څخه په يونان کې د غير قانوني مهاجرينو د ساتنې لپاره لومړنی کمپ پرانيستل شو. دغه کمپ چې د اتن په سويل لوېديځ کې جوړ شوی د اوس لپاره د 200 مهاجرينو ځای لري، خو په ټوله کې د زرو کسانو لپاره په پام کې نيول شوی دی. بېګا شپه 51 تنه غير قانوني مهاجرين د سختو امنيتي بنديزونو په ترڅ کې کمپ ته يوړل شول. د يونان د اتباعو د خونديتوب وزير خبريالانو ته وويل، چې يونان کوم بې څښتنه تاکستان نه دی، چې هر څوک به ورته راځي. ده وويل چې دغه مهاجرين به تر راټولولو وروسته ټول ايستل کېږي. د يادونې وړ ده چې تېر کال د نړۍ په کچه تر ټولو زيات مهاجرين له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته تللي، چې يو زيات شمېر يې د ترکيې او يونان له لارې اروپا ته رسېدلي دي. دغه مهاجرين کله چې يونان ته رسېږي، نو هلته د ژوند په ډېرو ناوړو شرايطو کې او اکثرا په لارو او کوڅو کې ژوند کوي.