د شيکاګو او توکيو کنفرانسونه او د افغانستان راتلونکی

د بُن کنفرانس څخه راپه دیخوا د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانسونه جوړ شوي دي چې وخت پر وخت په کې د افغانستان حالات څیړلي شوي او د افغانستان له پاره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې نړیوالې ټولنې د خپلو مرستو ژمنې کړي دي. د شیکاګو او توکیو کنفرانسونه هم ددې لړۍ یوه برخه ده. دغه کنفرانسونه ځکه ډیر مهم ګڼل کیږي چې د افغانستان راتلونکی به په کې ټاکل کیږي.
د شیکاګو په کنفرانس کې به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی، افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه، د هغوی تمویل او تجهیز او نورو مهمو مسایل بحث وشي. افغان دولت به د خپلو ځواکونو د تمویل او نظامي تجهیزاتو د لاسته راوړلو له پاره د نړیوالې ټولنې تازه ژمنې ترلاسه کړي او د توکیو په کنفرانس کې به له۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته د یوې لسیزې لپاره له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه وشي.
د مالیې وزیر ښاغلی ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال چې د توکیو کنفرانس د چمتووالي مسؤولیت په غاړه لري وخت په وخت یې د مدني ټولنو له استازو، خبري رسنیو او اړونده ارګانونو سره ناستې کړي دي او ددې کنفرانس د ښه بریالیتوب له پاره یې د هغوی مشورې غوښتي دي. د مالیې وزیر دوی ته ډاډ ورکړی چې غوښتنې به یې ضرور په دې کنفرانس کې منعکسې شي. زاخیلوال د توکیو کنفرانس  د افغانستان له پاره ډیر مهم بولي او وایي چې افغان دولت خپلې غوښتنی په ۵ ضمیمو کې رالنډې کړي  چې په هغوی کې  ښه حکومتوالي، د افغانستان د مالی چارو څیړنه او ارزونه، د کابل بهیر، د خصوصي سکتور پیاوړتیا، او همداراز د مرستو اغیزمنتیا شاملې دي.
 ښاغلی زاخیلوال په دې نظر دی چې ډیره پاملرنه دې دافغانستان  زیربناوو ته وشي چې دغه هیواد پرځان بسیا شي.
دغه راز، ښاغلي زاخیلوال د خصوصي سکتور پر پیاوړ تیا هم ټینګار وکړ چې دده پروینا وتوانیږي له ۲۰۱۵ کال وروسته افغانستان د پر ځان ویساینې پر لور روان کړي.
د افغانستان د خلکو غوښتنه هم دا ده چې افغان چارواکي دې له پوره چمتوالي، مشخصو طرحو او یوې روښانې اجنډا  سره په دې غونډو کې ګډون وکړي او خپلې غوښتنې دې په جرئت سره وړاندې کړي.
ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو غونډه په راتلونکې میلادي میاشت کې په شیکاګو کې جوړه شي او د توکیو کنفرانس چې له افغانستان سره په مالي مرستو په کې بحث کیږي د جولای په میاشت کې د چاپان په کوربه توب جوړ شي.