د هيواد د لوړو زده كړو وزير وايي چې د شيخ زايدپوهنتون په كم وخت كې دومره پرمختګ كړى چې حساب يې نه كيږي، ده زياته كړه كومى ستونزې چې په دې پوهنتون كې شته ترخپله وسه به يې د حل په برخه كې هلې ځلې وكړي، دا څرګندونې نوموړي خوست ته د خپل سفرپرمهال د شيخ زايدپوهنتون مسوولينود غوښتونوپرمهال وكړې. له نوموړي سره په دې سفركې په ولسي جرګه كې د خوست اوپكتيا ځينو وكيلانو او د وزارت نور لوړ پوړومسوولينوهم ملاتياكوله.
په همدې اړه د خوست شيخ زايدپوهنتون په انګړكې د نيول شويومراسموپرمهال د لوړو زړه كړو وزيرعبيداله عبيدوويل چې كله هم د لوړو زده كړو وزارت مسووليت ورغاړې شو، نو هوډ يې وكړ چې د هيواد پوهنتونونه به له نږدې ګوري اود استادانو او محصلينود ستونزو په اړه به مخامخ ورسره خبرې كوي. ده زياته كړه چې خوست ته يې لومړى سفردى او په ليدويې ډېرخوشاله دى د ده په ويناچې شيخ زايدپوهنتون په كم وخت كې دومره پرمختګ كړى.
په همدې مهال د لوړو زده كړو وزيرد شيخ زايدپوهنتون مسوولينو هغه غوښتنې هم واوريدې چې د پوهنتون د ودانيو د كموالي، د خارجي برسونو، د استادانود مقررى او ادارې په اړه يې درلودې، په ځواب كې يې نوموړي وويل هغه ټولې ستونزې چې په دوى پورې اړه لري د حل په برخه كې به يې لازم ګامونه واخلي.
د ياده ودلوده چې له نن نه لس كاله وړاندې په خوست كې د عربي امارتو په مالي مرسته د پوهنتون لپاره عصري ودانۍجوړې او دا مهال په لسو پوهنځيوكې د يوسلونهه اويا استادانو لخوا پنځه زره شپږسوه محصلينوته زده كړې وركول كيږي او شيخ زايدپوهنتون د هيواد د مهمو پوهنتونونو په ليكه كې ځاى خپل كړى دى.