دکرکټ بورډ دختيځ زون دکونړ مرستيال استازى صبعت الله حميد وايي ديکشنبې په ورځ دکونړ او کوچيانو لوبډلې ترمنځ يوه ورځنۍ لوبه په غازي امان الله خان لوبغالې کې ترسره شوه،چې کونړ لوبډلې وکولاى شول کوچيانو لوبډلې ته په يواتيا منډو ماتي ورکړي او له ګريډ ټو څخه ګريډ ون ته لاره پيدا کړي .
نوموړى وايي په دغه لوبه کې کونړ لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي پنځوس اورونو کې داته لوبغاړو په سوزيدو سره دوه سوه پنځه څلويښت منډې ترسره کړي،چې سيدالرحمن په کې يوسلو درې او عدنان کونړي شپږشپيته منډې وکړې .
صبعت الله حميد په وينا په ځواب کې دکوچيانو لوبډلې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي او ټول لوبغاړ يې په په يوسلو څلورشپيته منډو په اوه دېرش اورونو کې وسوزيدل اوپه دې سره يې له کونړ ولايت څخه په يواتيا منډو ماتې ومنله .
په دغه لوبه کې دکونړ له لورې په توپ اچونه کې عدنان کونړي او نواب خان جي څلور، څلور لوبغاړي وسوزول .
عدنان چې څلور لوبغاړي سوزولي و،او شپږشپيته مندي ترسره کړي وي دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
کونړ کرکټ منتخبې لوبډلې تردې وړاندې پروان،هرات اوهلمند لوبډلې ته ماتې ورکړې وه .