په ميدان وردګو ولايت کې (۴) تنه ماين خښوونکي وژل شوي او(۴) تنه ژوندي نيول شوي

دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر  او سیداباد ولسوالۍ کې په بېلابېلو
عملیاتو کې ۴ تنه وسلوالو وژل شوې او ۴ تنه نور ژوندي نیول شوې دي..
د معلوماتو له مخې د بیګاه د شپې ۱۲ بجې مهال  وسلوالو  مخالفینو غوښتل
چې  دمیدان- بامیانو په لویه لاره د (زبیداغ او نورخیلو) سیمو ترمنځ
دافغان او نړیوالو ځواکونو د لمنځه وړولو لپآره ماینونه  ځای پرځای کړي
چې  دمخصوصو کمرو  لخوا کشف او په یو هوایي برید کې  لمنځه   یوړل شول .
نوموړي  وسلوال مخالفینو کې ، قاري میرویس، محمد انعام، نعمت الله او
صفی الله  شامل دي چې ټول دمیدان ښار اوسیدونکي دي او د نوموړو جسدونه په
سیمه کې پاتې شوې چې ورسته دسیمې خلکو لخوا انتقال شول او دنوموړو کسانو
څخه ( ۳) میله کلاشینکوفونه ، ریموټ کنټرول او چاودیدونکي توکي د ایساف
ځواکونو  لخوا ترلاسه شوې دي.
همدارنګه دیوبل خبر له مخې په سیداباد ولسوالۍ کې  دافغان او نړیوالو ګډو
ځواکونو په عملیاتو څلور تنه وسلوالو دیو شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول
شول.
نوموړې عملیات دسیداباد ولسوالۍ د  دلوړې په سیمه کې  بیګاه شپه ترسره
شول چې پکې څلور وسلوال  هریو فیض الله،پادشاه خام دجنګجای  اوسیدونکي،
حامدد هفت اسیاء اوسیدونکی او سیدملک د رحیم خان زوی دغزني د رشیدانو
اوسیدونکی د یو سراچې موټر،دوه میله کلاشینکوفونو،(۸) شاجورونو،یوه
مخابره،یو عدد ریموټ کنټرول ماین او (۸) عدده تلک ماینونو سره نیولې دي.
په نوموړ عملیاتو کې افغان او یاهم نړیوالو ځواکونو ته کوم تلفات ندې اوښتي.

د ولایت مطبوعاتي دفتر