د ګواتيماﻻ جمهور رييس به له غريبو کورنۍ سره څو شپې تيرې کړي

 Перес Молина
د ګواتيماﻻ جمهور رييس اوتو پېرس مولينا Otto Fernando Pérez Molina پرېکړه کړې، چې د هېواد په لويديځ کې به د غريبو کورنيو په سيمه کې په يوه کور کې به څو شپې په ګډه له دوی  سره تيروي.
د اونيويژن  Univision  تلويزيون د رېپوټ له مخې، مولينا په دې توګه غواړي  غريبو هېوادوالو ته ځان نږدې کړي او د دوی له ژونده ځان خبر کړي. رېپوټ زياتوي، چې جمهور رييس به د شنبې او يکشنبې ورځې په دغه سيمه کې تيرې له هغه کورنۍ سره تيرې کړي، چې يو ماشوم هم لري، چې له ډېرې مودې راهيسې ناروغ دی.
په همدې مهال د جمهور رييس لومړي مرستيال او څو تنو نورو لوړپوړو چارواکو، د هېواد په نورو سيمو کې ورته پروګرام پيل کړی دی.
داسې يوه غير عادي پرېکړه وروسته د ((موږ ټول کولی شو يو څه ورکړو)) د پروګرام  له پيل نه، وشوه. دغه پروګرام د دغه هېواد د حکومت او خصوصي شرکتونو لخوا د غريبانو سره د مرستې په موخه پيل شوه.
ګران لوستونکي به په افغانستان کې د داسې يو پروګرام  تصور څه ډول کوي؟ ښايي داسې:  ولسمشر د قباييلو سيمو کورنۍ سره د بمبارۍ د مخنيوي په موخه شپې تيروي؛ مارشال فهيم په قمبر څلور ﻻري کې له هلمندي کورنيو سره په يخ ژمي کې څو شپې تيروي او داسې نور........
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې ځينې بااحساسه ځوانان شته، چې د چارواکو په تمه نه دي او په خپله يې په هېواد کې د خدمت کولو هوډ کړی.  ((ويښ افغان )) يې ښه بېلګه ده، چې تيره ورځ يې د غريبو خلکو لپاره په ننګرهار کې د وينې بانک د جوړولو چارې پيل کړې او يوه زياته اندازه وينه هم د بانک لپاره ورکړل شوه.
ويښ افغان يو اصلاحي خوځښت دی، چې خلکو ته د سواد د زده کړې او په نورو برخو کې يې پراخه هلې ځلې پيل کړي.