د طالبانو خبرپاڼه: د اسلامي امارت او امریکا ترمینځ د خبرو د بیا پیل کیدو د بې اساسه ادعا   په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

 تیره ورځ ځینو رسنیویو بې اساسه خبرخپور کړ چې د اسلامي امارت یوې (ناڅرګندې) منبع د بریطانیې څلورم چینل ته ویلي چې داسلامي امارت او امریکا ترمینځ بیا خبرې پیل شوې او تر اوسه پوري یې د امریکا د استازو سره دوه ځله غونډې کړي دي، پداسې حال کې چې دغه خبر هیڅ حقیقت نلري، یوازې یوه بې بنیاده ادعا ده.
له کومې ورځې ، چې اسلامي امارت له  امریکا سره خبرې ځنډولې بیا تر نن پوري،  د اسلامي امارت او امریکا د استازو تر مینځ هر ډول غونډې او تماسونه متوقف دي . لکه څنګه چې د امریکا سره د خبرو د متوقف کیدو په اړوند په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو ، اسلامي امارت  تر هغوپوري خبرې نه پیل کوي تر څو چې امریکایان د اعتمادسازۍ ټول هغه اقدامات ترسره نکړي چې مخکې پرې تفاهم شوی او امریکایي لوری یې د عملي کولو هو کړه کړې وه.
 له همدې امله،  موږ یوځل بیا د ټولو رسنیو مسئولینو څخه غوښتنه کوو چې محض د تبلیغاتو لپاره داسې بې اساسه او ګمراه کوونکي راپورونه خپاره نکړي چې هغه د حقیقت نه لیري او د ژورنالیزم د اصولو خلاف وي،  بلکې د هر خبر د خپرولو نه مخکي  هغه یو ځل  د اسلامي امارت د ویاند څخه تصدیق کاندي ، په تیرو لسو کالونو کې موږ په کراتو لیدلي چې ځیني رسنۍ د ناوړه تبلیغاتي فضا د قائم ساتلو لپاره پخپله افواهات ایجادوي او خپروي .
په دې اساس  اسلامي امارت د بې طرفه رسنیو څخه هیله کوي چې په ځینو مشخصو حلقو پوري تړلیو رسنیو راپورونه  د اسلامي امارت د تصدیق او توثیق څخه پرته پخپلو خپرونو کې خپاره نکړي او د ژورنالیزم منل شوي اصول رعایت کړي . والسلام
 
د افغانستان اسلامي  امارت
۱۴۳۳/۶/۸ هـــق
۱۳۹۱/۲/۹ هــش ـــ  ۲۰۱۲/۴/۲۹ م