په نيمروز کې پر بهرنيو پوځيانو ځانمرګی بريد شوی دی

له نيمروز څخه خبرونه وايي، چې پرون مازيګر د دغه ولايت په مرکز(زرنج) کې د بهرنيوځواکونو پر يوه کاروان ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې د يوه بهرني سرتېري په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي. ځانمرګي بريد ګر چاودونکي توکي په يوه کراچۍ کې ځای پر ځای کړي وو. طالبانو د پېښې مسووليت منلی او دعوا يې کړې ده، چې پنځه تنه سرتېري يې وژلي دي.