په سوريه کې يو شمېر افغانان نيول شوي دي

د سوريې امنيتي ځواکونه خبر ورکوي، چې د (لاذقيه) ايالت په (جبله) سيمه کې يې 15 تنه افغانان او عراقيان نيولي دي. خبر وايي، چې تر هغو وروسته چې د سيمې خلک پر دغو کسانو شکمن شول په اړه يې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړل شو او بيا ونيول شول. سوريا يي ځواکونه وايي، چې د لومړنيو پلټنو له مخې دغوکسانو غوښتل په سيمه کې دولتي چارواکي او با نفوذه کسان و تښتوي او د (سوريې د خپلواک پوځ) لپاره باج ترې واخلي. د سوريې حکومت دعوا کوي، چې يو شمېر بهرنيان په منظمه توګه د سوريې له پولو اوړي او د حکومت له مخالفينو سره مرسته کوي.
د يادونې وړ ده، چې د ليبيا په اړودوړ کې هم داسې ګونګسې اورېدل کېدې، چې امريکې د امنيتي شخصي کمپنيو څخه يو شمېر افغانان اجير کړي او ليبيا ته يې د جګړې لپاره استولي دي. دا لومړی ځل دی چې سوريه د افغانانو دنيولو خبر ورکوي.