چين له سويلي سوډان سره د 8 ميليارد ډالرو مرسته اعلان کړه

د سويلي سوډان د ولسمشر وياند خبر ورکوي، چې چين له دغه هېواد سره په راتلونکو دوو کلو کې د 8 ميليارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی. دغه مرستې به د پور په بڼه وي او د سويلي سودان په بنسټيزو پروژو کې به لګول کېږي. سويلي سوډان دېته اړتيا لري، چې د تېلو نل ليکي چې اوس ټولې د سوډان له لارې تېرېږي د سوډان پر ځای د هند سمندرګي ته وغځوي. که څه هم چين هڅه کوي له دواړو سوډانونو سره ښې اړيکي وساتي، خو ښايي له دغې مرستې سره يې له سوډان سره اړيکي زيانمنې شي.