له سارکوزي سره د قذافي د پټو مرستو اسناد راوتلي دي

په داسې حال کې چې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو ته اوه ورځې پاتې دي او نيکولای سارکوزي هڅه کوي د زړه نا زړه خلکو رايې ترلاسه کړې، د (مېډيا پارټ) په نامه يوې انترنېټي شبکې داسې اسناد خپاره کړي، چې د 2007 کال په ټاکنو کې له سارکوزي سره د معمر القذافي مالي مرستې ثابتوي. په دغو اسنادو کې د ليبيا د بهرنيواطلاعاتو پخواني رييس (موسا کوسا) له سارکوزي سره د 50 ميليون يورو مرسته اعلان کړې ده. د وروستيو سروې ګانو له مخې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې به سوسيالېست نوماند (قرانسوا اولاند) 55 په سلو کې رايې ترلاسه کړي او د (اليزه) ماڼۍ به خپله کړي.