(سنډې ټايمز) په خپله نننۍ ګڼه کې د برتانيې د زرو تنو شتمنو برتانويانو لېست خپور کړی دی. په دغه لېست کې تر ټولو شتمن لومړني درې تنه پانګوال بهرنيان دي. هندي الاصله برتانوی (لکشمي مېتال) چې د پولادو صنايع لري،که څه هم په پانګه کې يې پنځه ميلياردپاونډه کمی راغلی، خو لاهم د 12.7 ميليارد پاونډه شتمنۍ په درلودو سره د برتانيې تر ټولو شتمن پانګوال دی. دا اووم کال دی چې مېتال د برتانيې د شتمنو کسانو په سر کې راځي. ورپسې ازبک پانګوال (عليشېر عثمانوف) دی، چې د (ارسېنال لندن) په نامه د فوټبال کلب له ونډه والو څخه دی او 12.3 ميليارد پاونډه شتمني لري. په درېيم مقام کې د (چلسي لندن ) فوټبال کلب څښتن روسی پانګوال (رومن ابراموويچ) راځي چې 9.5 ميليارد پاونډه پانګه لري. سنډې ټايمز هر کال د زرو شتمنو برتانويانو لېست خپروي، چې په دې لېست کې پر پانګوالو سربېره د فلمي ستورو، سپورتي ستورو او ان د لاترۍ ګټونکو نومونه هم راځي. که څه هم په برتانيه کې اقتصادي وضعيت خراب شوی ، خو د زرو تنو په شتمني کې د تېرکال په پرتله 5 سلنه زياتوالی راغلی او 414 ميليارد پاونډو ته رسېږي. په لېست کې 77 تنه د پاونډو په حساب ميلياردران دي او پاتې نور يې په ميليونرانو کې راځي.