په وردګ ولايت کې لس تنه پوليس د چاودنې له امله وژل شوي دي

د ميدان وردګ ولايت د امينې قومندان خبر ورکوي، چې پرون د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کې د لارې سر د يوه ماين په چاودنه کې لس تنه پوليس وژل شوي دي. د طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد د پېښې مسووليت پر غاړه اخېستی او ويلي يې دي، چې له پوليسو سره د دوی يو قومندان هم وژل شوی دی.