يوليا تيموشېنکو

 28.04.2012
دجمعې په ورځ (27.04.2012 ) د اوکرايين جمهوريت په ((دنيپرپتروفسک)) ښار کې پرله پسې څلورچاودنې وشوې، چې 27 تنه يې ټپيان کړل.دا پېښه داسې مهال رامنځته کيږي، چې د اروپايي فوټبال سياليو ته دوه اوونۍ پاتې دي او کوربه يې اوکرايين دی.
پېښه د يوليا تيموشينکو د زوکړې په ښار کې رامنځته شوې؛ تيموشينکا د اوکرايين پخوانی ولسمشره وه او اوس په بند کې اچول شوې. نوموړې له څه مودې  راهيسې په غذايي اعتصاب هم ﻻس پورې کړی.

تېموشېنکو د نارنجي انقلاب د سرلارو څخه ده، خو دا څرګنده نه ده، چې د دغې پېښې (بمي چاودنو) تر شا د چا ﻻس دی. معموﻻ خو د انقلابونو پيل په مرګ ژوبلې سره وي.
پخوا مې يوازې سور انقلاب پېژندلو وروسته د شنو او  نارنجي  خبرې هم په کې راڅرګندې شوې. د ايران د جلا وطنۍ حکومت جمهور رييسه مريم رجوي ډله مجاهدين خلق بيا  ياسمني رنګ کاروي.
په هر صورت د يوه انقلابي خبره ده، چې انقلاب خپل بچيان خوري! او دا ده موږ وينو، چې لږ تر لږه يې په بند کې اچوي.
د پېښو د روښانولو لپاره په کار ده، چې د اوکرايين هېواد شاليد ته لږ نظر واچول شي؛ اوکرايين د پخواني شوروي اتحاد له جمهوريتونو څخه و، چې يو زيات شمېر روسان هم په کې اوسيږي او د يو زيات شمېر نورو اوکرايينيانو خپله ژبه هېره کړې  او روسي يې خپله کړې وه.
د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې اوکرايين د زيات صنعتي جمهوريت په کتار کې و، خو د شوروي اتحاد له پاشل کيدو سره تر ټولو زيات  همدغه جمهوريت له اقتصادي کړکېچ سره مخ شو.
له يوې خوا د شوروي اقتصادي جوړښت داسې و، چې د يوه ټراکټور موټر يا کوم بل صنعتي توليداتو لپاره به ټوله پروسه په يوه جمهوريت کې سر ته نه رسيدله؛ يوه پرزه به په يو جمهوريت کې بله به په بل کې او بيا ټول به يو بل ځای ته وړل کيدل او هلته به تړل کيدل.
د شوروي اتحاد د پاشل کيدو سره دغه پروسه ټکنۍ شوه او چارې په ډېرو ځايونو کې په ټپه ودريدلې. له بلې خوا اوکرايين او ځينې نورو جمهوريتونو  د اقتصادي ازادۍ د تر ﻻسه کولو مخکې د سياسي ازادۍ تر ﻻسه کولو ته مخه کړه. خو روسيه په يوازې ځان بيا هم تر ټولو نورو څوارلس جمهوريتونو لويه  او بډايه ده.
په اوکرايين کې هم مهاله  ناسيونالستي کړۍ هم راوپنځېدلې او د روسانو د دښمنۍ له امله يې امريکا او  د اروپايي اتحاديې لور ته مخه کړه (حب علي نه و، بغض معاويه و).
لکه مخکې مو چې وويل، چې دوی اقتصادي ازادۍ ته ﻻ نه و رسيدلي او له روسيې سره ډېر تړلي وو؛ د دې تر څنګ اوکرايين هېڅ ډول د سون مواد هم نه لري او روسيې  له همدې نه د فشار د يوې الې په توګه هم کار اخيستلو.
روسيه کې هم په لومړي سر کې اقتصادي کړکېچ رامنځته شو خو ورو ورو يې ځان سمبالولو او د پوتين تر راتګ وروسته، دې ته هم ډېره پاملرنه وشوه، چې په پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو کې  د امريکا او ناټو د نفوذ مخنيوی وکړي.
په طبيعي توګه نوی قطب رامنځته کيدو، چې روسيه، چين، ايران او ځينې نور په کې شامل دي. اوکرايين هم د لويديځوالو او د روسيې تر منځ  د زور ازمايۍ ډګر شو.
يوليا تيموشينکه ځينې شعارونه درلودل، اروپايي اتحاديه او ناټو کې شامليدل او ځينې نور. خو روسيه په دې پياوړي وه، چې له يوه خوا يې د اوکرايين  اقتصادي ﻻرې او  د سون شاهرګونه په ﻻس کې وو او له بله پلوه په دغه هېواد کې دننه زيات روسان اوس هم ميشت دي.

بايد وويل شي، چې امريکا او اروپايي اتحاديه د تيموشينکو زيات پلوي کوي او د نوموړې د ازادۍ لپاره يې پراخ تبليغات پيل کړي. په دې وروستيو کې د جرمني جمهور رييس  اوکرايين ته خپل سفر هم د تيموشينکو پر سر لغوه کړ.
دا څرګنده نه ده، چې په پايله کې به دغه هېواد د چا د نفوذ په ساحه کې پاتې شي؛ ځکه امريکا هم هغه پخوانی يوازينی سوپر پاوريا زبرځواک نه دی او  د اقتصادي کړکېچ وايرس يې لمنې ته رسيدلي.
د ښه قضاوت لپاره به موږ تاسې ته د تيموشينکو د ژوند په هکله مالومات وړاندې کړو، ستا نظر زموږ لپاره مهم دی، زموږ سره يې شريک کړې او حتمي يې د تبصرو په ځای کې وليکئ.
 
يوليا وﻻديميرونه تيموشنکه په اوکراييني کې ( Юлія Володимирівна Тимошенко) د 1960ز کال د نومبر مياشتې په 27 مه نېټه،د اوکرايين جمهوريت  په دنېپراپېتروفسک Dnipropetrovsk ښار کې زېږيدلې، چې تر يوه ميليون زيات نفوس لري.
نوموړې  د اوکرايين پخوانی لومړۍ وزيره د 2005 ز کال له فبروري تر سپټمبر مياشتې پورې او همداراز  د2007 ز کال د ډسمبر مياشتې نه د 2010 ز کال تر مارچ پورې وه.


يوليا تيموشېنکو د نارنجي انقلاب  په مهال په 2004 ز کال کې د ويکتور يوشچېنکو ملګرتيا کوله او د ټاکنو په پايلې يې نيوکې کولې. يوشچېنکو امريکايي پلوه سياستوال بلل کيده او د هغه مهال د حکومت له مخالفينو څخه و. تېموشېنکو هغه مهال تر يوشچېنکو وروسته دوهمه ځواکمنه سياستواله بلل کيده او د فوربېس Forbes د مجلې د رېپوټ له مخې،په 2005 ز کال کې د نړۍ درېيمه اغيزمنه ښځه بلل شوې وه. يوليا تيموشېنکو د ټول اوکرايين اتحاديې  All-Ukrainian Union "Fatherland" ګوند مشري هم پر غاړه درلوده.
 
د يوليا تيموشېنکو په ويبپاڼه کې د نوموړې د زده کړې او ژوند ليک په هکله ځينې د پاملرنې وړ ټکي دا دي:
د ښوونځي د پای ته رسولو وروسته په 1979 ز کال کې د دنېپراپېتروفسک دولتي پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې په زده کړو پيل وکړ. په همدې کال يې له الکساندر تيموشېنکو سره واده وکړ او  کال وروسته د يوې لور خاوندان هم شول.
په 1984ز کال کې يې په لوړو نمرو سره پوهنتون پای ته ورسولو او د انجينر ايکونوميسټ درجه يې خپله کړه.
په 1989ز کال کې د نېپرپېتروفسک د ځوانانو د تجارتي مرکز د مشرې په توګه دوه کاله دنده درلوده.
د راز راز شرکتونو د دندو وروسته نوموړې د اوکرايين پارلمان ته هم دوه ځله ﻻره بيامونده او د خلکو د استازې په توګه وټاکل شوه. تيموشېنکو په پارلمان کې د بوديجوي چارو د څانګې د مشرې په توګه هم دنده درلوده.
په 1999 ز کال تيموشينکو زده کړې کوي او د علومو د کانديدې په توګه منل کيږي او هم د ((ټول اوکرايين اتحاديې)) ګوند مشري پر غاړه لري.
 
د تيموشينکو د ژوند د بدو ورځو پيل:


تر ډېرې مودې يوليا تيموشېنکو ورځ تر بلې نامتو کيده، خو څوک چې څومره پاس وخيژي د غورځيدلو په صورت کې يې همدومره د ژوبليدو چانس هم زيات وي.
د 2011 ز کال د جون په مياشت کې تيموشينکو محاکمه کيږي؛ پر نوموړې تور لګول کيږي، چې له روسيې سره د تيلو او ګازو په تړون کې يې د خپل صلاحيت له حده اضافه تګ کړی او هېواد ته يې  له  190 ميليونو زيات زيان اړولی دی. د همدغه کال د اګست په 5 مه نېټه په بند کې اچول کيږي او نوموړې ته  د اووه کالو د بند سزا اورول شوې ده.
د دغه پرېکړه په هکله اروپايي اتحاديې، امريکا او ځينو نور نړيوالو د بشر حقوقو موسسې زيات غبرګون وښودلو او پرېکړه يې سياسي وبلله.
دا څرګنده نه ده، چې د ژوند دا ورځې به يې څه ډول پای ته ورسيږي بيا به کوم انقلاب کيږي، نړيوال فشار به څه وکړای شي، بيا به د نارنجي انقلاب هم کوم تکاملي پړاو پيل کيږي  او که نورې کومې غير عادي پېښې به رامنځته شي. پېښو به څارو وخت  په کار دی.
 
ماخذونه:

  • د روهي ويب پاڼې د خبرونو برخه.
  • د يوليا تيموشينکو سايټ.
  • ويکيپېديا په څو ژبو.
  • او راز راز نورې انټرنېټ پاڼې.