
په خوست کې داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو خصوصي موسسه دپټۍ په پرې کولوسره پرانيستل شوه دا په خوست کې دلوړو زده کړو دويمه موسسه ده چې دځوانانو دروزنې په موخه په فعاليت پيل وکړ،
په هغه مراسموکې چې ديادې موسسې دپرانيستې لپاره جوړشوي وو،دخوست والي عبدالجبارنعيمي دولايتي شورا استازو ،دشيخ زايدپوهنتون رئيس ،ګڼ شميراستادانو ،قومي مشرانو ،ديني علماء کرامو او محصلينوګډون درلود.
مراسم دډاکټر نور اغا هاشمي لخوا دقرانکريم دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شول ،ورپسې داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو دموسسې بنسټ اېښودنکي پوهندوى دوکتور پاچازار ابدالي مېلمنوته دښه راغلاست ترڅنګ پرانيستونکې وينا وکړه،نوموړي په خپله وينا کې دهېوادجوړونې په برخو کې دلوړو زده کړو په اهميت باندې خبرې وکړې اودلوړو زده کړودغه مرکز يې دهېواد دابادۍ او جوړونې زيرى وبللو،
داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو موسسه اوس مهال يواځې په عصري وسايلو سمبال دطب پوهنځۍ لري چې په لوړ معياراوښه سمبالښت سره به دلازياتو اوښو خدمتونو دوړاندې کولولپاره دطب په ډګرکې ښه کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي
دشيخ زايد پوهنتون رئيس پوهندوى ګل حسن وليزي ،دپامير دلوړو زده کړو دخصوصي موسسې مشرپوهندوى سيدکريم شاه نيکمل ،دعامي روغتيا رئيس اميربادشاه رحمت زى منګل ،الحاج مرادخان منګل ،ډاکټر محمد عزيز محسن ،الحاج رسول محمدتڼي په خپل وارسر خبرې وکړې ، دوى ټولو دياد مرکز پرانيسته دخوست مېشتو ولسونو لپاره يوه لويه معنوي لاسته راوړنه وبلله اودغه لوړو زده کړو موسسه په خوست کې دروغتيايي خدمتونو دلاپياوړتيا لپاره يوغوره ګام ياد کړ،