د پکتیکا ولايت سيمه ایز چارواکي وايي چې ګډو ځواکونو ددې ولايت د ملي امنيت د کشفي راپورنو پر اساس د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ځانګړي عمليات ترسره کړيدي چې په ترڅ کې يې ۵ تنه د دولت وسلوال مخالفين د مخامخ جګړې پرمهال نيولي دي
د پکتيکا ولايت سيمه ايز چارواکي وايي چې افغان ګډو ځواکونو ددې ولايت د ملي امنيت رياست د يو لړ کشفي راپورونو پر اساس د پکتيکا ولايت يوسف خيلو ولسوالۍ په ګاونډ کې د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ځانګړي عمليات ترسره کړيدي چې په ترڅ کې یې پنځه تنه د دولت وسلوال مخالفین د مخامخ جګړې پر مهال نيول شويدي
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي چې ددې ولايت د ملي امنيت ادارې د يادو نيول شويو کسانو په اړه کشفي راپورونه درلودل چې د يو لړ ځانګړو عملياتو پر مهال ياد کسان په مخامخ جګړه کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ونيول شول
افغان زیاتوي چې له نيول شويو کسانو دوه تنه د جګړې پر مهال ټپيان شوي چې له درملنې وروسته یې دا مهال روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شويدی د ده په وينا له نيول شويو کسانو يو ۸۲، يوه داشکه، يوه پيکا، څلور کلاشنکوفونه، دوه مخابرې او يو شمير نور مهمات افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي
د افغان په وينا نيول شويو پنځو تنو په خپلو جرمونو اعتراف کړي او د يادو عملياتو پر مهال په سيمه کې ملکي وګړو او افغان ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي