افغاني الاصله امریکایې میرمن په ګونتانامو کې خپلې تجربې بیانوي


واشنګټن : (په ګونتاناموکې زما یادښتونه ) داد هغه کتاب نوم دی چې په دې ورستیو کې یو افغاني الاصله امرکایې ماهفیش روخسانا خان له خوا په دې ورستیو کې له چاپ رواتلی دی  لیکواله چې ۳۶ ځله یې دګونتانامو له زندانه لیدنه کړې کاږي .
چې دګونتانامو ډیری  زندانیان بی ګناه دي ددوي نیونه د  ناوړه طریقو اوغلطو معلوماتو پربنسټ ترسره شوې هغه وایې ډیری زندانیانو ورته کیسه کړې چې دطالبانو دسقوط وروسته  امریکایې پوځیانو اعلان وکړ چې دهر طالب او القاعده په بدل کې د۱۰۰ ډلرو نیولې تر ۲۵۰۰۰زره ډالرو پورې جایزه ورکوي ځینو کسانو  په همدې موخه مونږ پرامریکایې پوځیانو دډالرو په بدل  کې و پلورلو .
محمد خیر ندمان دسعودي دوطن اخبار سره په مرکه کې څرګندوي چې دګونتانامو ډیری زندانیان بې ګناه دي دبیلګې په توګه علي شاه موسوي چې یو ډاګټر دی وایې چې په  ۲۰۰۳ ز کې  له ایران څخه ویستلو ته اړشوم هوډ مې وکړ چې  خپل وطنوالو ته خدمت وکړم څو موده وروسته مې د امریکایې ځواکونو له خوا دکور دروازه را ماته شوه زه یې له په دې تور له کوره وویستم چې له طالبانو سره همکاري لرم او دبګرام هوایې اډې ته یې  بوتلم . په بګرام کې راسره ډیر ناوړه چلند کاوه دسترګو تړل دسر پټول ، پرمخ دلاړو توکول ، کنځل ، بربنډ روانول او دې ته ورته کړنې ورسره ترسره کیدلې . نوموړی وایې کله چې ګوتنامو ته لیږدول کیدم په الوتکه کې ورته وویل شو چې شپږ نیم ساعته وروسته به په یوه قضایې ناسته کې ورڅخه وپوښتل شي چې له طالبانو سره اړیکې لري او که څنګه ؟خو په دغه ناسته کې ورته وویل شو چې دهغه شته شواهدو له امله چې دوي یې لري  نوموړی مجرم دی او د دعوا دپرمخ بیولو حق نه لري ، هغه وایې فکر کوي چې دخپلو سیاسي سیالانو دشیطانۍ په وجه امریکایانو په دې تور نیولی چې طالبانو سره همکاري لري خو دوی نه پوهیږي چې زه یو شیعه مسلمان یم چې طالبان ورته دکافر په سترګه ګوري هغه لا پر خپله ګناه نه پوهیږي خو ددرې کاله سخت او ذلیل زندان وروسته  نوموړی له ګونتانامو څخه خلاص شو او په ایران کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو
همدارنګه ډیری افغان زندانیان چې له مودې راهیسې په ګونتانامو کې له محکمې پرته پراته دي یو یې هم هغه بیچاره  شپون دی چې دخپلوانو سره دشخړې وروسته دشیطانۍ په پایله کې  دامریکایانو له خوا زنداني شوی  همدارنګه دپاکستاني اپوزیسیون دوه شاعران هم دسیاسي سیالیو په پایله کې په ګونتانامو کې په دې تور دزندان شپې او ورځې تیروي چې دکلنټن او مونیکا لوینسکي په اړه یې څه ویلي .